د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، ازبکستان او ترکمانستان کې زښته ډېره درغلي کېږي


شمالي کوریااو صومالیه بیا هغه هېوادونه ګرځول شوي دي چې تر ټولو زیاتې درغلۍ پکې کېږي.

د درغلۍ څار نړیوالې ادارې ویلي دي، د افغانستان ، ترکمانستان او ازبکستان په ګډون د مرکزي او جنوب ختیځې اسیا هېوادونه د نړی په هغو ملکونو کې شامل دي چې تر ټولو زیاته درغلي پکې کېږي.

نن چارشنبه د څار نړیوالې ادارې د درغلیو مخنیوي په اړه د ۲۰۱۵م کال راپور خپور کړ.

د شفافیت نړیوالې ادارې د نړی په 168 هېوادونو کې په ولسي ادارو کې د درغلیو په اړه په راپور کې ویلي دي،په ډنمارک کې تر ټولو کمه درغلي شوې ده، تر دی وړاندي فینلېنډ هغه هېواد وو چې د ترټولو کمې درغلۍ راپورونه ترې راغلي ول.

شمالي کوریااو صومالیه بیا هغه هېوادونه ګرځول شوي دي چې تر ټولو زیاتې درغلۍ پکې کېږي.

په ولسي ادارو کې د درغلیو په اړه د څارنې نړیوالې ادارې په لیسټ کې افغانستان په ۱۶۶، عراق په ۱۶۱، ترکمانستان په ۱۵۶او ازبکستان په ۱۵۳او پاکستان په ۱۱۷ نمبر نمبر راځي.

دغه راز ویل شوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ټوله کې د درغلۍ په راکمولو کې د پام وړ کار نه دی کړی.

د سازمان په راپور کې راغلي چې تاجکستان او نایجیریا د هڅو په نتیجه کې د دې لست په ۱۳۶ کتار کې ځای نیولی دی او قرغزستان او قزاقستان دواړو ۱۲۳ځای خپل کړی دی.

سوېتلانا ساویڅکایا Svetlana Savitskaya چې د اروپا او منځنۍ اسیا په برخه کې د دغه سازمان یوه تنظیموونکې ده؛ نوموړې د سې شنبې په مشال راډیو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو په اړه وویل:

"دوی ټول د درغلۍ کچې د موندنو لست په سر کې ځای لري او دا ښیې چې په دغو هېوادونو کې درغلي دود شوې ده؛ ژورې ریښې یې غزولي دي او یوه سیسټماتیکه بڼه یې غوره کړې ده."

ساویڅکایا وایي، له ۲۰۱۲میلادي کال راهیسي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د فساد په راکمولو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

دا زیاتوي د روسیې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد په نورو هېوادونو کې هم ورته وضعیت دی:

"زه کولی شم د فساد په وړاندې مبارزه کې د منځنۍ اسیا په ټوله سیمه کې دا یو رکود وبولم، خو دغه راز که د پخواني شوروي اتحاد نورو هېوادونو لکه روسیې، اوکراین او مالدووا ته وګورو کولی شو ووایو چې دوی په ټپه ولاړ دي او دغه راز اذربایجان او ارمنستان هم."

د فساد په اړه د شفافیت نړېوال سازمان په خپاره شوي لست کې له ۱۶۸هېوادونو څخه روسیه ۱۱۹، اوکرایین۱۳۰، مالدوفا ۱۰۳، ارمنستان ۹۵او اذربایجان هم په ۱۱۹ کتار کې راغلي دي.

ساویڅکایا وایي، سره له دې چې د روسیې حکومت په هغه هېواد کې د فساد په وړاندې د مبارزې ډېر والی اعلان کړی دی، خو د دې په خبره د شفافیت نړېوال سازمان په وروستیو کلونو کې په روسیې کې د فساد د کموالي په برخه کې د پام وړ بدلون نه دی لیدلی.

د سویټیکایا په خبره ګرجستان په ټوله سیمه کې د فساد په وړاندې ښه مبارزه کړېده او د دې لست په ۴۸ کتار کې یې ځای نیولی دی.

د شفافیت نړېوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې د فساد په وړاندې مبارزې د سیاسي لارو او هم د یوه هېواد په اقتصادي سکټور کې د اصلاحاتو په راوستلو کېدلای شي، خو دا هم زیاتوي چې دغه کړني ترهغو ناممکنه دي چې د یوه هېواد مدني ټولني او رسنۍ په ریښتني ډول ازادي نه وي او دا هغه څه دې چې د راپور له مخې په ډېرو هېوادونو کې له پامه غورځول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG