د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه : پر باچاخان پوهنتون د بریدګرو مرسته کوونکي مو نیولي


د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوا
د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوا

دا څرګندونې د شنبې په ماښام په پېښور کې د پاکستاني پوځ د چارواکو تر غونډه وروسته د دې پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه کړې دي.

اسلام اباد: د پاکستانپوځ وايي ، د چاردسدي پر باچاخان پوهنتون له برید ګرو سره یې د مرستو په تور پنځه تنه نیولي دي.

دا څرګندونې د شنبې په ماښام په پېښور کې د پاکستاني پوځ د چارواکو تر غونډه وروسته د دې پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه کړې دي.

عاصم باجوه خبریالانو ته وویلي چې پر باچاخان پوهنتون له بریدکوونکو سره یې د دې برید په ترسره کولو کې د مرستو په تور پنځه کسان نیولي دي.

عاصم باجوه وویل ، په دې نیول شوو پنځو کسانو کې یوه څه موده وړاندې په باچا خان پوهنتون کې د ودانۍ په جوړولو کې کار کړي وو .

پر باچا خان پوهنتون د تيري چارشنبي پر ورځ د وسلوالو په بريد کې د يو پروفيسر په ګډون يوويشت تنه ووژل شو چې زیاتره یې د یاد پوهنتون زده کوونکي وو.

د دې پوهنتون وایس چانسلر فضل الرحیم مروت پرون له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ، باچا خان پوهنتون به د ګل په ورځ د زده کوونکو لپاره بیرته پرانستل شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG