د خېبر پښتونخوا، پېښور په یکه توت کې پر یوه موټرسایکل سورو وسله والو نن سهار دوه پولیس سرتېري په ډزو وژلي دي.
د پېښور پولیس ځانګړې څانګې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د مردان اوسېدونکي دواړه وژل شوي کسان د پولیس ایلیټ ځواک سرتېري ول.
نوموړي زیاته کړه چې هغوی ګهیځ مهال نژدې پاو کم اته بجې د یکه توت په رشید ګړۍ چوک کې وژل شوي دي.
د لشکر اسلام وسلوالې ډلې یوه ویاندله یوه ناڅرګنده ځایه مشال راډيو ته په ټېلفوني خبرو کې د برید ذمه واري منلې ده.