د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د پاکستان له وزیراعظم سره ولیدل


افغان ولسمشر د سویس په داووس کې د پاکستان له وزیراعظم او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره کتلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان او پاکستان ځینو لوړپوړیو استازیو هم پکې برخه درلوده.

اخوا په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان، پاکستان او امریکا د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې د بحث وړ موضوع د افغان سولې د بهیر په اړه په هڅو او پرمختګونو خبرې دي.

د سویس په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته د ۵۰ هېوادونو مشران وربلل شوي دي او شاوخوا دوه زره نور ګډونوال هم لري چې د بیلابیلو هېوادونو او سازمانونو استازیتوب کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG