د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د کم ــ عمرۍ ودونو ضد دې قانونسازي وکړل شي“


”د کم ــ عمرۍ ودونو ضد دې قانونسازي وکړل شي“
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:49 0:00

د مدني ټولنو غړو د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته او د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په ماشومتوب کې د ودونو مخنیوي لپاره دې قانونسازی وکړي د پښتونخوا مدني ټولنو شبکې (نېټورک) په پېښور پرېس کلب کې د نهې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر پر هغه تازه بیان نیوکې وکړې چې ویلي ول کم ــ عمرۍ کې واده له اسلام سره په ټکر کې نه دی او په کم ـــ عمرۍ کې د واده پر ضد خبره کول ګناه ده. دوی د یونیسیف د یو راپور په حواله وویل چې په پاکستان کې د کم – عمرونو ودونو شمېر ۲۴ فیصده دی چې ډېری یې نجونه دي. دوی په خبری کانفرنس کې په قاهره او خرطوم کې د ماشومانو د ودونو او حقونو پر موضوع د اسلامي هېوادونو د کانفرنسونو حواله ورکړه چې پکې ټول اسلامي هېوادونه په دې خبره سلا شوي ول، د ماشومتوب ودونو مخنیوي لپاره دې د اجتهاد په رڼا کې قانونسازي وکړل شي. نور تفصیل له پېښور ه د غلام غوث په ویډیو کې

XS
SM
MD
LG