د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیټيکل چارواکو پرضد د سدې دوکاندارانو هړتال


"حکومت دې زر تر زره د سدې بازار خلاص کړي ځکه چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي."

په کورمه کی د سدې بازار دکاندارانو د پوليټيکل انتظامیې په ضد د احتجاج په توګه خپل دوکانونه تړلي او بازار یې بند کړې دې.

د سدې بازار دوکاندارانو تنظيم مشر حاجي منور خان مشال راډيو ته وويل چې انتظامیې د دوی د تنظيم د صدر په ګډون اته نور دوکانداران نيولي او احتجاج به یې د دغه کسانو تر خوشېکدو دوام لري.

د ملنګ شاه په نامه د مسوزو سیمې یو ځایي کس مشال راډیو ته وویل، حکومت دې زر تر زره د سدې بازار خلاص کړي ځکه چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پوليټيکل انتظامیۍ یو چارواکېتحصيلدار محمد رياض مشال راډيو ته وويل چې دوکاندارانو د مارکيټ مخې ته ولاړ يو کېبین په زورهلیرې کړی وو چې دا د انتظامیې په کار کې مداخلت دی.

محمد رياض زياته کړه چې له دوکاندارانو سره یې خبرې روانې دي او ډېر زر به دغه مسله هواره شي.

د کوزې کورمې په سده بازار کې د یوې شمېرې ترمخه، تر دوو زرو زیات دوکانونه او هوټلونه دي چې ورته د ګېر چاپېره سیمو خلک د خپلو ورځنیو ضرورتونه پوره کولو لپاره همدعه بازار ته ورځي.

XS
SM
MD
LG