د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزي لېنډ پاکستان ته په لس وکټونو ماتې ورکړه

نیوزي لېنډ د کرکټ د شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په لس وکټونو ماتې ورکړه.

پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه. پاکستان په ټاکل شوو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۶۸ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا عمر اکمل ۵۶ او شعیب ملک ۳۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د نیوزي لېنډ لوبډلې د ۱۶۹ منډو هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ او یو لوبغاړی یې هم ونه سوځېدی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG