د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي د هغو ټولو ډلو هرکلی کوي چې خبرو ته تیار دي


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

افغانستان وايي ، د هغو ټولو ډلو هرکلی کوي چې د سولې پر موضوع له افغان حکومت سره خبرې اترې کول غواړي .

کابل: افغانستان وايي ، د هغو ټولو ډلو هرکلی کوي چې د سولې پر موضوع له افغان حکومت سره خبرې اترې کول غواړي .

دا خبره د افغانستان د بهر نیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوېد دوشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان د سولي په هدف څلور اړخیره غونډه جوړه شي .

احمد شکیب مستغني د دې غونډې په اړه وویل ، د افغانستان ، پاکستان ، چین او امریکا استازي پر هغو لارو چارو خبرې کوي چي له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره چوکاټ برابر کړي.

د دې څلور اړخیزي غونډې لومړۍ ناسته د تیري دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کي جوړه شوه.

د دې څلور اړخیزې غونډې لومړۍ ناستې ګډون والو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی وو .

بل پلو په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه هم دوام لري.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ یې هم په دې ولایت کې په هوايي بریدونو کې ۴۲ تنه وسله وال وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي وویل چې افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د شابي تنګي په سیمه کې پر وسله والوبمباري وکړه.

خوګياڼۍ وايي لومړۍ بمباري غرمه مهال شوې چې له امله يې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي او دویم هوايي برید شاوخوا د مازدیګر پر پینځو بجو شوی چې له امله يې ۲۲ تنه داعشيان وژل شوي دي.

په هلمند کې چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې ۳۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

په نهر سراج ولسوالۍ کي له تیرو څو ورځو راهسي جګړه روانه ده.

په هلمند کي افغان امنیتي ځواکونه وايي په هغو عملیاتو کي چي د ناټو په هوايي ملاتړ پر مخ ځي،۳۵ وسلوال وژل شوي او ګڼ شمیر نور زخمیان دي.

په دې جګړه کې، چي د تیري اونۍ د پنجشنبې له ورځي راهسي دوام لري شاوخوا لس افغان سرتيري وژل شوي او شاوخوا لس نور زخمیان دي.

XS
SM
MD
LG