د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: درې روسان له داعش سره د تړاو په تور ونیول شول


د ترکیې مطبوعات وايي چې 3 روسان یې له داعش سره د ارتباط په تور نیولي دي.

د ترکیې په ساحلي ښار انتالیه کې پولیس وايي چې د دې کسانو استوګنځي د تلاشۍ پرمهال یې یوه اندازه اسناد او [سي ډي] ټیپونه هم نیولي دي.

داسې ګڼل کیږي چې دا مشکوک کسان به د جګړې په سیمو کې له داعش سره ارتباط درلود او لوژیستيکي مرستې یې ورسره کولې. په انتالیا کې د روسیې قنسول دا خبر تائید کړی خو وايي چې دلیل یې نه دی لا څرګندشوی.

پرون د استانبول ښار په سلطان احمد چوک کې په انتحاري حمله کې لس تنه جرمنیان چې د سیاحت لپاره ورغلي وو ، ووژل شول او 15 تنه زخمیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG