د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر بله غونډه په کابل کې


په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان سولې بهیر په موخه د یوې لار لیکې برابرولو لپاره د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې بیا خبرې کېږي.

دوشنبې ورځ پرون په اسلام اباد کې د افغانستان سولې بهیر په اړه یو ورځنۍ څلور اړخیزه غونډهد پای په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې باید ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو سربېره د سیمې لپاره د امریکا او چین استازو هم برخه درلوده.

د اسلام اباد په پرونۍ غونډه کې د افغانستان پلاوي مشري د بهرنیو چارووزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودري کوله.

په دې غونډه کې د سیمې لپاره د امریکا او چین استازیو هم ګډون درلود.

د اسلام اباد په خبرو کې د افغانستان مدني ټولنې یوه پلاوي هم ګډون درلود. د دې پلاوي غړي احمد سعیدي د پرونۍ غونډې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په خبرو اترو کې هېڅ یو لوی پرمختګ نه دی رامنځته شوی بلکې یوازې د خبرو پر بل پړاو موافقه وشوه.

د اسلام اباد غونډې پرانستنې پر مهال د پاکستان وزیر اعظم بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، د افغانستان سولې بهیر هدف د داسې شرایطو برابرول دي چې طالبان د ځینو امتیازاتو په بدل کې له تاوتریخوالي لیرې او خبرو اترو ته اړ کړي.

سرتاج عزیز وویل، دا به تر وخت مخکې وي چې اوس دې د افغانستان سولې بهیر کې کومه لویه کامیابي رامنځته شي.

بلخوا بیا فرانس پرېس خبري اژانس د طالبانو د ملا احتر محمد منصور ډلې د یوه غړي په حواله ویلي چې پاکستان له دوی سره په اړیکه کې دی او د دوی ډله دې ته په تمه ده چې سیال ګروپ یعنې د ملا محمد رسول ډله له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه اخلي او که څنګه.

هغه ویلي، د طالبانو مشرتابه د سولې په خبرو کې ګډون ته لېواله دی خو غواړي پوه شي چې بله کومه ډله په راتلونکو خبرو کې ونډه اخلي.

د سولې پر پروسې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو اغېز ته په اشارې سره پاکستانی لیکوال او کارپوه احمد رشید وايي، په څو ډلو د طالبانو وېش د سولې د بهیر مخته خنډونه جوړوي.

احمد رشید ازادي راډیو ته وویل:

"همدا شېبه طالبان په زیاته اندازه په څو ډلو وېشل شوي دي. د دې هېڅ ضمانت نه شته چې طالبان به خپلمنځي اختلافات پرېږدي او د خبرو مېز ته به کېني. موږ به ووینو چې یوه ډله طالبان به د سولې د خبرو ملاتړ کوي بله او یا زیاتې ډلې به يې مخالفت وکړي. دا هغه څه دي چې ستونزې جوړوي."

خو په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دا ځل د امریکا او چین فعال ګډون له دې بهیره هیله مندي زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG