د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امنیت ټينګول د ولس او حکومت ګډ مسوولیت دی"


د خوست د ملي امنیت نوی رئیس ډګروال برکت الله
د خوست د ملي امنیت نوی رئیس ډګروال برکت الله

د خوست د ملي امنیت نوي ټاکل شوي رئیس د خوست له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د امنیت د لا ډاډمنیدو په خاطر دې د وسلوالو مخالفینو د بریدونو او فعالیتونو په مخنیوي کې له خپلو امنیتي ادارو سره همکاري ډېره کړي.

ده وویل ملي امنیت د نورو امنیتي او کشفي ادارو تر څنګ د نظام ساتنې او د خلکو د هوساینې د خوندیتوب مسوولیت لري، خو دا هدفونه هغه مهال ترسره کیږي، چې خلک او نظام سره په یوه خوله وي او یو بل سره مرسته وکړي.

د دوشنبې پر ورځ د خوست د ملي امنیت نوي رئیس ډګروال برکت الله په هغه غونډه کې چې د یاد ولایت ملکي او پوځي مسوولینو او ځايي اوسیدونکو په ګډون جوړه شوې وه، په ټینګار وویل هغو هېوادونو کې چې خلکو يې پر کشفي او امنیتي ادارو باور کړی او مرسته يې ورسره کړې ده، هلته امنیت خوندی شوی دی.

"د امنیت ساتنه نه تنها د امنیت ملي وظیفه ده او نه یوازې د پولیس ملي، اردوی ملي او داسې نورو بلکې دا د ټول ملت ګډه وظیفه ده، د دې خاورې هر سړی د استخبارتو غړی ده، د ده وظیفه ده چې د خپلې خاورې او منظقې حفاظت وکړي."

د ملي امنیت رئیس په خپلو خبرو کې په ځانګړي ډول د دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو همدرانګه روڼ اندو یادونه وکړه، چې د نظام مشروعیت او ساتنه د دې مهم قشر په باور ولاړ دی او تر څو چې د دوی حمایت وي دا نظام به غښتلی کیږي او زموږ هېواد به د بریاوو او پرمختګونو شاهد وي.

خوست والي حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې ډګروال برکت الله وړ او مسلکي کدر یاد کړ او د ده ګمارنه يې د ملي یووالي حکومت یو پر ځای ګام وباله.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، چې نوی رئیس د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د خلکو د رسم او رواج سره بلد دی، خواوشا ۳۳ کاله يې د هېواد په کشفي او امنیتي ادارو کې دنده ترسره کړې او د کار او وظیفې په برخه کې له ښو تجربو او وړتیاوو څخه برخمن دی.

ده د ملي امنیت نوي رئیس سره د سیمه ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

بلخوا د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي د ملي امنیت له نوي رئیس غوښتنه وکړه، چې د خپلې ادارې څخه باید په رښتیا هم یوه داسې ملي اداره جوړه کړي، چې هر خوستوال په کې ځان وویني.

ده وویل د ملي امنیت پخوانیو ځايي چارواکو د خلکو او د استازو سره یې نږدې اړیکې نه دې پاللې اودوی سره د ولس د ستونزو او غوښتنو شریکول ستونزمن وو، خو نوی رئیس باید د دې ادارې دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې وساتي.

د ولایتي شورا رئیس زیاته کړه، که څه هم د نظام چلوونکو دې ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده کړې، خو بیا هم خلکو د نظام څنګ نه دی پرې ایښی چې ښه مثال يې تېر کال د ځاځي میدان پر ولسوالۍ د بهرنیو جنګیالیو برید وو، چې حتی زموږ ځاځي میدانۍ خویندې راووتې او د خپلو وروڼو سره يې څنګ په څنګ بهرني جنګیالي له خپلې سیمې وشړل او هغوی ته يې د سر او مال درانه زیانونه واړول.

د یادونې وړ ده په خوست کې تر دې مخکې خواوشا دوه کاله جنرال حسن شهیدزوی د ملي امنیت د رئیس په توګه دنده اجراء کوله، په غونډه کې یادونه ونه شوه، چې نوموړي جنرال ته نوې دنده ورکړل شوې او که په کور ناست دی، خوست چې د قبایلي سیمو سره ګاونډ کې پروت دی، د ملي امنیت اداره يې د ډېر اهمیت څخه برخمنه ده، د کتونکو په وینا ډیری د دولت ضد کورني او بهرني وسلوال له همدې سیمو د افغانستان پر بیلابیلو ولایتونو خپل بریدونه تنظیموي.

XS
SM
MD
LG