پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د جمعې پر ورځ د هوایي بریدونو پر مهال۲۵ وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکود جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې افعان پولې ته نږدې په دته خيل سيمه کې د عملياتو پر مهال د وسله والو يو شمېر پناه ځایونه هم وران شوي دي.
په دې هوايي بریدونو کې د حقاني شبکې ۵ او د تحریک طالبان ۱۰ غړي او لږ تر لږه ۱۰ ازبک وسله وال وژل شوي دي.
د شمالي وزیرستان دې سیمو ته خبریالان نه شي ورتلای نو له دې امله ، خپلواکو سرچینو دا شمیرې نه دي تایید کړې.