د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کاشغر ــــ ګوادر اقتصادي لار دې کړې ژمنې پوره شي


پر کاشغر ــــ ګوادر اقتصادي لار دې کړې ژمنې پوره شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر وفاقي حکومت غږ کړی چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي لار په اړه هغه ژمنې پوره کړي چې پروسږ کال یې په ټول _ګوندیزه غونډه کې کړې وې. نوموړي تېر ماښام په پېښور کې د اقتصادي لار په اړه تر ټولګوندیزې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولس د اقتصادي لار غربي برخې پلان عملي کېدو په اړه اندېښنې لري. د پنجشنبې ورځ په ټول_ګوندیزه غوڼده کې د جمیعت علمای اسلام (ف)، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن پارټۍ، پیپلز پارټۍ، جماعت اسلامي او تحریک انصاف مشرانو او سیاستوالانو ګډون وکړ. د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د چین او پاکستان اقتصادي لار په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دی او لومړی به غربي لار جوړوي چې له پښتونخوا او بلوچستانه تېرېږي.

XS
SM
MD
LG