د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې مېشت کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي


د شمالي وزیرستان بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له وفاقي حکومت او پوځه غوښتنه کړې چې په خوست کې مېشتو کډوالو ته دې د غلام خان له لارې خپلو کلیو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

دې مشرانو نن (چارشنبه) د پېښور خبریالانو په مرکز کې د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه خبري غونډه وکړه.

د شمالي وزیرستان مسلم لیګ (ن) ډلې یوه مشر نذر دین وزیر مشال راډیو ته وویل، وزیرستانیان د عملیاتو له کبله خوست ته کډه شوي دي.

د وزیرستان سیاسي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې له شاوخوا یو نیم کال راهیسې کورنیو ته د نغدو پیسو ورکولو بندې مرستې دې، ورته بیا پیل کړي.

د پاکستان وفاقي یا صوبايي حکومت د کډوالو مشرانو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG