د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ډورن برید یو قومندان او دوه وسله وال وژولي


د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د نړېوالو ځواکونو د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون دوه کسه وژل شوي دي.

د دغه ولایت ویاند سرحدي ځواک نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل چې دغه برید د دوشبنې پر ورځ ناوخته په الیشنګ ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي ځواک ویلي چې په دغه برید کې ملکیانو ته زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG