د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سپاه کډوال به له ۱۲م جنورۍ خپلو سیمو ته ستانه شي


د باړې سپاه کډوال به له ۱۲م جنورۍ خپلو سیمو ته ستانه شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د ګل په ورځ د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان د خیبر اجنسۍ باړې ته ولاړ او هلته یوې لویې جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې د جنورۍ له دولسمې(۱۲) نېټې د باړې د سپاه قبیلې د بې کوره شوو خلکو ستېندلو بهیر په ډاګه کړ. نوموړي دا اعلان هم وکړ چې د فېبرورۍ له لومړۍ نېټې به د باړې بازار په مکمله توګه بیا خلاصېږي. نوموړي په باړه کې د ښاروالۍ (میونسیپل کمېټۍ جوړولو) پرانسته هم وکړه. یاده دې وی چې باړه خوا وشا اووه کاله پس د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وسلوالو نه پاکه کړل شوې ده او زیاتره بې کوره شوې قبیلې ورته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG