د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۵ز کال د افغان خبریالانو لپاره ((ستونزمن کال)) وو


په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ یا نی په نوم اداره وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې پر خبریالانو د تشدد ۹۵ پېښې شوې دي چې پکې څلور خبریالان ووژل شول.

دا خبره د نی ادارې مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وکړه.

صدیق الله توحیدي په دې برخه کې افغان حکومت په بې غورۍ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د تېرو کلونو پرتله په ۲۰۱۵ز کال کې معلوماتو ته لاسرسی هم مشکل وو.

خو د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه مشال راډيو ته وویل، په دې لړ کې تر ټولو لوی خنډ ناامنۍ پیدا کړی.

ده زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړي او خبریالان له تاوتریخوالي خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG