د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاشغر - ګوادر لار: په پېښور کې لویه غونډه بلل شوې ده


پراګ - پښتونخوا ولسي تحریک د شنبې یا خالي پر ورځ (جنوري ۰۲) په پېښور کې د کاشغر ګوادر اقتصادي لار په اړه د خیبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډه وربللې ده.

د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود د زیارت یا پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د چین پاکستان اقتصادي لار په اړه د وفاقي حکومت اقداماتو دوی نه دي مطمین کړي.

ده وویل، د جنوري د دویمې په غونډه کې به دوی پرېکړه کوي چې ایا پر دې موضوع ولسي پاڅون وکړي او که څنګه؟

((دا دی کارېډور کنوېنشن. اېجنډا یې دا ده چې د کارېډور په حواله، اوسنیو حالاتو ته په کتو، ایا اوس له صوبايي حکومت، صوبايي اسمبلۍ او صوبايي پارټیو له غیر معمولي اقداماتو او ولسي پاڅون پرته بله لار شته؟))

ډاکتر سید عالم مسود وویل، په غونډه کې به د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک، د پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر او په اسمبلۍ کې د شاوخوا ټولو ګوندونو پارلېماني مشران او سیاستوالان ګډون کوي.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په ژوب کې د کاشغر ګوادر اقتصادي لار غربي برخه پرانیسته.

خو پښتونخوا ولسي تحریک دا ردوي او وايي، له ژوبه مغلکوټ ته تلونکې لار ساده سړک دی او دا د اقتصادي لار برخه نه ده.

ولسي تحریک زیاتوي چې له اقتصادي کورېډور یا لار سره تړلې د انرژۍ یا توانایۍ او نورې صنعتي او کاروباري پروژې اوس هم په پنجاب کې دي.

XS
SM
MD
LG