د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر تانیا کې ښځې خاوند ته د عمر بند سزا واورول شوه


يو بريتانوی خاوند او مېرمن په لندن کې د ترهګر برید پلان درلودلو په جرم تېره ورځ په عمري بند محکوم شول.

۲۵ کلن محمد رحمان ۲۷ کاله او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن سنا احمد خان د۲۵ کلونو لپاره زنداني شول. څارنوالان وایي، محمد رحمان د مې په ۲۷مه نېټه په داسې وخت کې نیول شوی و چې ده لا بشپړ بم نه و جوړ کړی او څو ورځې نورې ورته پکار وې، خو که چیرته دا بم جوړ شوی او چاودیدلی وای نو ډير ورانی به یې پېښ کړی وای.

څارنوالان زیاتوي چې محمد رحمان د پام وړ کیمیاوي مواد اخیستي وو او وړې تجرباتي چاودنې یې د خپل کور په انګړ کې کړي وې.

د نوموړي مېرمنې سنا احمد خان بیا خپل خاوند ته د دغو چاودېدونکو موادو لپاره پیسې ورکړي وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG