د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان ځانمرګی بريد: د مړیو شمېر ۲۸ ته لوړ شو


د مردان د پېښې د قرباني شوې يوې کورنۍ يو غړی
د مردان د پېښې د قرباني شوې يوې کورنۍ يو غړی

چارواکي وايي په خوا او شا پنځوس ټپيانو کې د ډېرو حالت مرګونی دی. د بريد زمه واري د جماعت الاحرار وسله والې ډلې منلی دی.

د خيبر پښتونخوا د مردان ښار په دوسره چوک کې د پاکستان شناختي کارډ ورکونې ادارې نادرا يوه سيمه ييز دفتر ته څېرمه پروني ځانمرګى بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۸ ته رسيدلی دی.

د خيبر پښتونخوا د وزير اعلا د مطبوعاتو سلاکار، مشتاق غني نن چارشنبه مشال راډيو ته وويل چې په بريد کې خوا او شا پنځوس کسان زخميان شوي هم دي چې د ځينو حالت ښه نه دی.

پرون دا ځانمرګی بريد تر غرمې وروسته هغه وخت وشو چې په دغه دفتر کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د مردان ښار د پوليسو سيمه ييز مشر فيصل شهزاد بيا د پېښې په اړه له رسنيو سره په خبرو کې پرون وویل: "د لومړنيو ترلاسه شويو راپورونو داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګى بريد و او پر موټر سایکل ناست ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د نادرا دفتر دننه ننوځي خو کامياب شوى نه دى او د دفتر په دروازه کې يې ځان الوزولى دی."

د بريد زمه واري له پاکستاني طالبانو بېلې شوې ډلې، جماعت الاحرار اخيستې او د تحريک طالبان پاکستان مرکزي ډلې خبريالانو ته پروني ليږلي ايميل کې ويلي چې دوی د حملې سره کوم تعلق نه لری.

مردان چاودنه کې د يو وژل شوی مړی وړل کيږي
مردان چاودنه کې د يو وژل شوی مړی وړل کيږي

یو عیني شاهد فیصل د دې پیښې په اړه مشال راډیو ته وویل، " یو دم درز شو، خلک وایي یو سړې ننوتی وو چې کله یې تلاشي اخیسته نو دننه چاودنه وشوه، د چا سر نه وو د چا پښې او د چا لاسونه بیل پراته ول".

مردان، پېښور ته نزدې پروت دی چې د خېبر پېښتونخواصوبې دویم لوی ښار ګڼل کېږي. په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ یوه لویه چاوڼۍ ده او هر وخت یې ټینګ امنيت نيول شوی وي.

په مردان کې دا ځانمرګى بريد په داسې وخت کې شوى چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځ ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ ترهګر وژلي او د هغوى شبکه يا نېټورک یې له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG