د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رمادي کې د عراق دولتي بېرغ هسک کړل شو


عراقي ځواکونه د رمادي ښار په دولتي ودانۍ کې د عراق بېرغ رپوي
عراقي ځواکونه د رمادي ښار په دولتي ودانۍ کې د عراق بېرغ رپوي

په دوشنبه د عراق دولتي ټېلیویژن د رمادي ښار پر دولتي ودانۍ، د دولتي بیرغ هسکولو مراسم وښودل.

عراقي ځواکونه وايي، ددوشنبې ورځ یې د رمادي ښار د اسلامي دولت له وسله والو بیرته ونیاو.

د عراق پلازمینې بغداد لویدیځ لور ته د ۱۳۰ کیلومیتره په واټن کې پروت د انبار ولایت مرکز رمادي چې د سترتیژیک ارزښت ښار دی د سږني کال په پسرلي کې نسکور شوی وو.

په دوشنبه د عراق دولتي ټېلیویژن د رمادي ښار پر دولتي ودانۍ، د دولتي بیرغ هسکولو مراسم وښودل.

د عراق د پوځ ویاند یحیا رسول له دولتي ټېلیویژنه په وینا کې وویل:

"رمادي بلاخره ازاد شو. د عراق وسله والو ځواکونو د حکومت بیرغ د انبار ولایت پر ودانۍ ځوړند کړ او لوړ رپېږي، زموږ د هېواد عزت پرځای شو او نوی تاریخ پيل شو. حق زموږ پر خوا دی. موږ د خپلې خاورې او ننګ ساتنه وکړه".

خو په انبار کې د عراق د پوځ د عملیاتو مشر اسمعیل المحلاوي د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

دې لوړ رتبه جنرال اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل، حکومتي ځواکونه تازه د دولتي ادارې ودانۍ ته ورغلي او د ټول ښار د ازادۍ خبر ورکول ښايي یو څه تر وخت مخکې وي.

یحي المحلاوي وویل، په رمادي ښار کې ځينې سیمې لا هم د داعش وسله والو په لاس کې دي او مقاومت کوي.

خو عراق وزیر اعظم حیدر العبادي پرون له بغداده په ټېلیویژني وینا کې وویل چې دا ښار ازاد شوی دی.

حیدر العبادي زیاته کړه:

"که۲۰۱۵میلادي کال د ازادۍ کال و، انشالله ۲۰۱۶ کال به د وروستي بري کال وي یعنې داعش به د عراق پر خاوره له وروستۍ ماتې سره مخامخ شي."

د عراق پوځ تېره اوونۍ د دې ښار د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات پيل کړل.

داسې ګڼل کېږي چې د اسلامي دولت لږ تر لږه ۴۰۰ وسله وال په رمادي کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیدل خو دا نه ده څرګنده چې څومره وسله وال په دې عملیاتو کې وژل شوي یا تښتېدلي دي. عراقي ځواکونو هم تر اوسه د سرزیان کرهشمېر نه دی څرګند کړی.

د عراق حکومت وايي، راتلونکی پلان يې د موصل ښار بیرته نیول دي. موصل د عراق هغه مهم ښار دی چې د داعش په لاس کې دی او د تېلو سرچینې لري .

د عراق ویز صدراعظم حیدر العبادی پرون وویل:

"موږ د موصل د ژغورلو لپاره در روان یو. دا به داعش ته د عراقیانو د اتحاد یوه ستره او وژونکي ضربه وي."

رمادي د عراق دویم لوی ښار دی چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت له وسله والو بیرته نیولی دی. عراقي ځواکونو تر دې مخکې د تکریت ښار نیولی وو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG