د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل به د افغان سولې بهیر څلور اړخیزې غونډې کوربه وي


د افغان حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادۍ راډیو
د افغان حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادۍ راډیو

افغان حکومت وايي، په راتلونکې میلادي میاشت کې به افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د افغان سولې خبرو په باب په کابل کې یوه غونډه وکړي.

بالاخره د دې وخت راورسېد چې د امریکا او چین په حضور کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د خبرو په اړه بحث وشي او داسې پرېکړې پکې وشي چې ماتېدل به یې هر یوه لوري ته سخت تمام شي.

د افغان حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادۍ راډیو ته وویل چې دا څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ کال د جنوري په میاشت کې په کابل کې جوړېږي.

فیصل وویل، دا به یواځې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې نه وي بلکې امریکا او چین به هم پکې ښکېل وي چې که یو لوری هم پرې عمل ونه کړي؛ هرومرو به تر فشار لاندې راوستل شي.

"د راتلونکې څلور اړخیزه غونډې هدف د هغو پرېکړو او فعالیتونو ګروېږنه [تعقیب] ده چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې شوې وې او په مشخصه توګه د افغانستان سولې بهیر د بیا پیلولو لپاره د لازمو تدابیرو نیول او آمادګي ده. د څو هېوادونو تر منځ پرېکړه به وي چې په هغه باندې عمل نه کول شاید ډېر سخت وي. "

فیصل هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې پاکستان به د افغان سولې خبرو په سر د بحث لپاره ځینې شرطونه هم ولري.

پاکستان په داسې حال کې د افغان سولې د خبرو لپاره بحث ته چمتو کېږي چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې له نړېوالو سره کلکه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره به هڅه وکړي.

امریکا او چین د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په لومړي پړاو خبرو کې هم د څارونکو رول درلود.

اخوا د سولې عالي شورا وايي چې امریکا او چین په پاکستان او افغانستان کې ډېر نفوذ لري او د دوی شتون به په راتلونکې څلور اړخېزه غونډه کې دې ته نوره هم لار هواره کړي چې د سولې خبرو لپاره بحثونه ښې نتیجې ورکړي.

د دې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل چې پاکستان به هرومرو د افغان سولې په باب له امریکا او چین سره هر ډول همکارۍ ته چمتو وي:

"د پاکستان حکومت رول د نړیوالې ټولې په تړاو یو انفعالي رول دی. کله چې نړېواله ټولنه پرېکړه وکړي، زما په اند د پاکستان حکومت له هغوی سره همکاري کوي. د پاکستان حکومت همکاري په یقیني توګه د افغان سولې لپاره ګټوره تمامېږي. "

مجاهد په داسې حال کې د افغانستان د سولې خبرو په اړه دا څلور اړخیزه غونډه مثبته بولي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز راحیل شریف کابل ته په خپل وروستي سفر کې له افغان چارواکو سره د دې غونډې په جوړېدو موافقه وکړه.

افغان حکومت له کلونو راهیسې د سولې د ټېنګښت لپاره هڅه کوي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د سولې د خبرو په اړه په پاکستان فشار راولي.

اخوا سیاسي کارپوهان وايي، که څه هم پاکستان شته سیاسي او اقتصادي فشارونو ته په کتو د دې غونډې له جوړېدو سره موافقه کړې؛ خو افغان حکومت باید یواځې له پاکستان سره د سولې په خبرو بسنه ونه کړي؛ بلکې باید د جګړې ټولې کورنۍ او بهرنۍ خواوې په پام کې ولري.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالناصر شفیق آزادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"که چېرته له پاکستان سره افغان دولت د راکړې - ورکړې له لارې څه نتیجې ته رسیږي. پاکستان ته سټراټیژیکو حقوقو باندې قایلیږي. مرکزي آسیا ته د تجارت پراخ لاس ورکړي. دا نو په حقیقت کې د طالبانو هغه غوښتنې وې چې په لویه کچه ملاتړ هم لري. دا به یو داسې معامله وي چې خپل ملت یوه برخه انزوا کې وساتي او دا جګړه له منځه نه شي وړلی."

په کابل کې د سولې د خبرو په اړه دا څلور اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د جمعې په ورځ د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي پاکستان وهڅاوو چې د افغان سولې لپاره هڅه وکړي.

که څه هم افغان حکومت په وار - وار له پاکستان سره د سولې په اړه زیات بحثونه کړي؛ خو لا هم د جګړې اور په افغانستان کې نه دی غلی او ګڼشمېر افغانان یې په لمبو کې سوځي؛ خو وبه کتل شي چې د امریکا او چین په حضور کې دا څلور اړخیزه غونډه څه نتیجه ورکوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG