د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرمه کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده


په کرمه ايجنسۍ کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې چارواکي د پنځو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د پاکستان استخباراتي ادارو يوه ناڅرګنده چارواکي مشال راډيو ته ويلي دي چې په کرمه ايجنسۍ کې د هفتې په شپه ناوخته د امنيتي ځواکونو په سرحدي پوسته (خړ ډنډ سورسپر) باندې د وسله والو لخوا د بريد وروستو په نښته کې اته وسله وال ژوبل شوي هم دي خو د ده په خبره امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اوړيدلې. بلخوا پاکستانيو طالبانو مشال راډيو ته بيا ويلي دي چې په دې نښته کې د دوي يو ملګری نيک محمد وزير وژل شوی او ادعا کوي چې د پاکستان درې پوځي سرتيري يې وژلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG