د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د داعش ريډيو بنده کړه


افغان حکومت وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش په خلاف يې له څو مياشتو راهيسې په بېلابېلو ځايونو کې عمليات کړي او په سلګونو يې وژلي. دوی وايي اوس يې هغه ريډيو هم بنده کړې چې د خلکو د وېرولو لپاره يې نشرات کول.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې فعاله د اعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې ريډيو يې بنده کړې ده.

معلومه نه ده چې په ننګرهار کې د داعش راډيویي خپرونې له کومه ځایه خپرېدلې او کنټروليدلې خو دفاع وزارت وایي چې د خلافت غږ په نوم د يادې راډیو خپرونې بندې کړي. د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې داعش په ننګرهار کې یو ګواښ دی خو ډاډ یې ورکړ چې د دغې ډلې پر وړاندې پیل شوي عملیات به ډېر ژر د پام وړ نتیجه ورکړي.

"په ننګرهار کې موږ د داعش مشکل تاییدوو. یو مشکل دی. خو د افغانستان د دفاع وزارت وسله وال پوځ په جریان کې دی. انشا‌ءالله خلک به ډېر ښه نتایج په نږدې ورځو کې وګوري. هغه راډیو یې چې فعاله وه، موږ یې فعالیت بند کړی دی. هغه نور فعالیت نه شي کولای. څوک یې نه شي اورېدلی. د وسله وال پوځ چې څه په وس او توان کې دي، پر ضد یې عملیات کوي په نږدې ورځو کې به ډېر ښه نتایج خلکو ته څرګند شي. "

له دې وړاندې بیا د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې ممکن د داعش د راډيو سټېشن له ډیورنډ کرښې ها خوا په یوه لارۍ موټر کې ځای پرځای شوی وي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې داعش وسله وال به قوي کېدو ته پرينږدي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په تېرو څو میاشتو کې یې د ننګرهار په سپين غر، حصارک، شېرزاد، خوګیاڼیو، پچیراګام، کوټ او اچین ولسوالیوو کې د داعش څلور سوه وسله وال وژلي دي.

بل لورته طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې داعش د سیمې د استخباراتو یوه ډله ده. طالبانو دا خبره په داسې حال کې کړې چې د رپورټونو تر مخه د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي چې د اعش د ځپلو لپاره طالبانو سره جاسوسي معلومات شريکوي. طالبانو د نوموړي خبرې رد کړي دي.

بل لورته د امنیتي چارو کتوونکي وایي چې داعش او طالبان تر خپل منځه سیاسي او مذهبي مخالفتونه لري او پاکستان هم هڅه کوي چې د طالبانو په وسیله داعش له پښو وغورځوي.

دا چې پاکستان ولې د داعش ځپل غواړي؟ د افغانستان د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز څیړونکی حمکت الله اعظمي یې په اړه وايي:

"داعش هغو خلکو ته غېږه خلاصه کړې چې طالبان دي خو له طالبانو خفه شوي دي. دوی ډېرې پیسې لري. دا طالبانو ته یو ډول چيلنج دی. د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه زما په نظر خپله د طالبانو موقف نه دی. فکر کوم پاکستان هم په دې کې یو څه رول لري. تاسو وګورئ داعش د هغو محدودو ډلو له جملو څخه ده چې ویلې یې دي، جنګ یوازې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې هم باید وشي."

په ننګرهار کې د داعش د ګواښونو رپورټونو له ډېره وخته خپريږي خو افغان حکومت وايي چې دوی یې ځپلو لپاره ژمن دي.

XS
SM
MD
LG