د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن م.م د افغانستان پر حالاتو بحث کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون د راپور په اړه بحث کوي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې دغه بحث د افغانستان په وخت د ماښام پر اووه نیمو بجو پیلېږي چې په افغانستان کې د یوناما فعالیتونو، بشري او امنیتي وضعیت په اړه دی.

د ملګرو ملتونو د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په ۲۰۱۵ کال کې د پروسږ کال په پرتله په افغانستان کې د امنیتي پېښو شمېر زیات وو او د کندوز ښار او د شپاړس ولسوالیو مرکزونه پکې وسله والو مخالفینو ونیول.

یوناما ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم به هم د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG