د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: د ترهګرۍ ختمېدو پورې به عملیات روان وي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان سرلښکر وايي د ترهګرو ټولې شبکې به له منځه وړي او قبایلي سیمې به په هر قیمت چې وي له ترهګرو پاکوي.

جنرال راحیل شریف دا څرګندونې د خالي په ورځ ( دسمبر ۱۹ ، کال ۲۰۱۵ ) په شمالي وزیرستان کې وکړې. ده په خپلو خبرو کې هوډ ښکاره کړ چې تر څو قبایلي سیمې په بشپړ ډول له ورانکارو پاکې شوې نه وي، پوځ به هملته دېره وي او حالات به قابو کوي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي جنرال راحیل شریف قبایلي مشرانو او بیرته ستنو شویو کډوالو سره له نږدې ولیدل او هغوی ته یې ډاډګیرنه ورکړه چې پوځ او حکومت یې ترشا ولاړ دی.

ده د خپلې دورې پرمهال د میرعلي تحصیل هیډکوارټر پرانیسته وکړه او د کیډټ کالج جوړولو اعلان یې هم وکړ.

نوموړي قبایلو ته د وینا پرمهال وویل چې په ټول ملک کې د ترهګرو د شبکو او اړیکو څارنه روانه ده او د ترهګرۍ ترختمېدو پورې به د پوځ او امنیتي ادارو عملیات دوام ولري.

په شمالي وزيرستان کې د تېرکال د جون مياشتې راهيسې د وسله والو پرضد پوځي عمليات روان دي چې له وجې يې څه باندې لس لکه خلک بې کوره شوي دې چې له جملې نه یې لږ شمېر خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG