د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

"پاکستان دي د افغان کډوالو ماشومانو ته پر تعلیم توجه وکړي"

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ځانګړې استازې يو چِنپرون پاکستان ته خپله څلور ورځنی سفر پوره کړ.

پاکستان کې د دې ادارې وياندې دنيا اسلم خان نن مشال ريډيو ته وويل چې يو چن له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دغلته مېشته افغان کډوالو زده کوونکو تعليم ته دې پام وکړي.

د هغې په خبره يو چن د کډوالو لپاره د تعليم له معياره خوشاله نه وه.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو ويلي چې دوی دې لړ کې د ملګرو ملتونو د مالي مرستې په تمه دي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو د ستنېدو لړۍ پیلېږي

د وزیرستاني کډوالو ستنېدل لرۍ. بخواني عکس.

پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کې د دېره شمالي وزيرستان کډوالو د ستنېدو څلورمه لړۍ ډېره ژر پيلوي.

د شمالي وزيرستان د غلام خان تحصيلدار غني الرحمان د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې کډوال کولای شي د خوست په ګلان کیمپ کې د نومليکنې فارمونه ډک کړي.

غني الرحمان په افغانستان کې ميشت وزيرستاني کډوالو ته خواست وکړ چې دغه فارمونه ژر تر ژره ډک کړي او دوی ته يې ولېږي چې دا شان د ستنېدو عمل يې پېل شي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ م کال د مشکوکه وسله والو پرضد د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله شاوخوا ۱۰ لکه خلک کډوال شوي ول چې ځينې پکې افغانستان ته هم تللي وو.

بلوچستان کې د پاکستاني پوځ الوتکه رالوېدلې او پېلوټ یې وژل شوی

د مستونګ نقشه

د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک يوه الوتکه غورځېدلې چې پکې يو پايلټ وژل شوی.

د پاکستان هوايي ځواک په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې الوتکه په عادي تربيتي پرواز وه چې نن د جنورۍ په ۲۳مه د مستونګ کډ کوچه سيمې سره وغورځېده او تبا شوه.

وياند زياته کړې چې د الوتکې راپريوتو علت ملومولو لپاره يوه پلټنيزه ډله جوړه کړل شوې.

د مستونګ مرستيال کمشنر ممتاز کېتران بيا پاکستاني رسنيو ته ويلي دي چې په کډ کوچه سيمه کې يو پېراشوټ هم موندل شوی.

ولادیمیر پوتین به په مسکو کې له خپل ترکي سیال سره وګوري

ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره

ټاکل شوې ده چې نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.

په‌دې لیدنه کتنه کې به د انقرې پر دې وړاندیز خبرې وشي چې په سوریه کې یو امنیتي زون رامنځته شي.

روسیه په سوریه کې د حکومت پلوي کوي او ترکیه له دولت مخالفه وسله‌والو سره ولاړه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې اعلان وروسته چې په ډسمبر کې یې وویل، له سوریې څخه به خپل ځواکونه وباسي، انقرې او مسکو موافقه وکړه چې په سوریه کې به خپل پلي عملیات همغږه کړي.

پامپیو: امریکا او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ سیالي نه‌کوي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، متحده ایالات او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ سیالي نه‌کوي، خو دا هلې ځلې روانې دي چې له روسیې سره د مخامخېدو خطر راکم کړو.

مایک پامپیو پرون له امریکا څخه د وېډیو له لارې د داووس نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، کرملېن دې ته اړتیا لري چې خپل لید لوری او چلند بدل کړي او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره له مسکو سره خبرې په‌کار دي.

په داووس کې نړیواله اقتصادي غونډه پرون پرانیستل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

په میدان وردګو کې د ملي امنیت پر مرکز د برید سرغنه ووژل شو

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د افغانستان ملي امنیت ریاست له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې بېګا شپه امنیتي ځواکونو په میدان ښار کې د قوماندان نعمان ځای تثبیت او هوایي برید یې ورباندې وکړ.

اعلامیه زیاتوي، له قوماندان نعمان سره اووه تنه نور وسله‌وال مخالفین هم وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ډله‌ییز برید وشو چې ۳۶ تنه امنیتي ځواکونه په‌کې ووژل شول.

د ملي امنیت د عمومي ریاست د یوې اعلامیې له مخې په هغه پېښه کې ۵۸ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.

ناټو: په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

ناټو په افغانستان کې د یو امریکايي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سرتېری د سېشنبې په ورځ د مخالفو وسله‌والو له‌خوا د سپکې وسلې د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د پېښې د دقیق ځای په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال د دې ولایت د یوې حکومتي سرچینې په حواله وايي، د سې شنبې په ورځ په‌دې ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یو افغان سرتیری او دوه بهرني ټپيان شوي دي.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دا عملیات د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند سیمه کې ترسره شوي چې او دا سرتېري په چاودنه او د طالبانو په ډزو کې ټپي شوې ده.

دا په نوې میلادي کال کې دوهم امریکايي سرتیری دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

جرمني د ایران پر ماهان هوايي شرکت بندیز لګولی

د ایران هوايي شرکت.

ایران د جرمنې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې د ایران په دوهم لوی هوايي شرکت یې په خپلو هوايي ډګرونو د داخلیدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې دا یوه بېځایه پرېکړه ده.

د ایران بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د جنورۍ پر ۲۲مه وویل چې د ماهان هوايي شرکت د اجازتنامې (لایسنس) د بیرته اخیستو پرېکړه د ایران او د جرمني ترمنځ د اوږدو اړیکو او د دواړو هیوادونو له خپل منځیو ګټو سره په ټکر کې ده.

د ایران دغه غبرګون یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې برلین وویل، په جرمني کې د ماهان هوايي شرکت د الوتکو په کوزېدو بندېز لګوي، دوی وايي دا ګام یې د امنیتي اندېښنو او په شام کې د یادې هواېې کرښې د فعالیتونو له وجې پورته کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریستوفر برګر وايي وايي، ماهان هوايي شرکت د ایران د اسلامي انقلابي ګارډز د ځوا سره اړیکې لري او د شام او ایران ترمنځ یې د نظامي ترانسپورت چارې پر مخ وړې دي.

پي ټي اېم په پېښور کې د عالمزېب مسود ګرفتارۍ پرضد مظاهره وکړه

په پېښور کې د سپين جومات مخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.

دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات الله وزير کور ته ننوتونکي امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین تېر ماښام مشال راډیو ته وویل عالمزېب مسود په دوشنبه له خپلو ملګرو سره د کراچۍ ښار کليفټن سيمې ته روان و چې پولیسو په زور له ګاډي راکښته کړ او له ځانه سره یېبوتلی.

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) تېره ورځ د ټویټر له لارې پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې سمدستي دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي عالمزېب مسود درک ولګوي

پوتین د جاپان له وزیر اعظم سره پر لانجمنو ټاپوګانو غږېږي

د پوتین د جاپان له وزیر اعظم شینزو ابې سره د غږېدلو په مهال.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنورۍ پر۲۲مه په مسکو کې د جاپان له وزير اعظم شینزو ابې سره د کوریل د لانجمنو ټاپوګانو په اړه خبرې کوي.

دې څلورو لانجمنو ټاپوګانو د دواړو هېوادونو لخوا د سولې د هغه تړون لاسلیک له خنډ سره مخامخ کړی چې دويمه نړیواله جګړه په رسمي توګه پای ته رسوي.

د کريملېن ویاند ديمیتري پسکوف د جنورۍ پر ۲۱مه وویل، روسیه او جاپان یو هم نه‌ غواړي چې له خپلو ملي ګټو تېر شي.

هغه زیاته کړه چې خبرې په لومړي پړاو کې دي او نتیجه ‌یې ښايي د دواړو خواوو لپاره یو شان وي.

پسکوف د جاپاني رسنیو د هغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه چې د ناڅرګندو چارواکو له قوله ورکړل شوي دي او وايي، که مسکو له دې لانجمنو ټاپوګانو څخه دوه جاپان ته ورکړي، نو ښاغلی ابې به له روسیې سره د سولې تړون لاسلیک کړي.

کوریل ټاپوګان چې په ارام سمندر کې پراته دي د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د دويمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې ونيول.

کابل: ناکامو نوماندانو لارې تړلې

د کابل نقشه.

کابل کې د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو ملاتړو دغه ښار ته د ننوتلو لارې تړلې دي.

د راپورونو له مخې د دغو څلورو داخلېدونکو دروازو بندولو مساپر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د کابل ولایت لپاره دې د پارلماني انتخاباتو اعلان شوي لومړۍ پايلې باطلې وګرځول شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکاياتو کمېسیون د جنورۍ پر ۲۱مه وويل چې د کابل حوزې پر شکایتونو مقدماتي مراحل پېل شوي دي.

د کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکايتونو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کميشنران کابل ته غوښتل شوي دي.

د راپورونو له مخې د کابل د پارلېماني انتخاباتو اړوند ژر شکايتونه ثبت شوي دي.

په مېکسیکو د مړیو شمېر ۹۱ ته ورسېد

په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای.

د مېکسيکو لوی څارنوال ویلي چې د تېرې اوونۍ د ګېس پایپ لاین د چاودنې پلټنې یې پېل کړي دي چې پکې به د چارواکو ممکنه غفلت ته هم ګوري.

په دغه پېښه کې ۹۱ کسان وژل شوي وو.

دا لا نه ده معلومه چې د جنورۍ پر ۱۸مه دغه پېښه څنګه مخې ته راغله خو چاودنه له مېکسيکو ښاره ۸۵ کلومیټره لرې شمال اړخ ته په تلاهولیپن سیمه کې هغه وخت وشوه چې کله خلکو د یو غېر قانوني سوري شوي پایپ لاین څخه تېل وړل.

لوی څارنوال الېجېندرو ګيرټز مانېرو د جنورۍ پر ۲۱ وویل پلټونکي د دې معلومولو هڅه کوي چې دغه پایپ لاین ځایي خلکو مات کړی و او یا که د کومو جنایي ډلو کار وو.

د هډالګو صوبې ګورنر عمر فیاد پرون وويل د پېښې د وژل شوو شمېر ۹۱ ته رسېدلی او تر ۵۲ نور په روغتون کې دي چې د ډېرو حالت لا هم ښه نه دی.

بلوچستان: ترافیکي پېښه ۲۵ کسان وژل شوي

د پاکستان سيند صوبې ته نېږدې د بلوچستان په لسبېله کې د جنورۍ پر ۲۱مه ماښام د سپرلیو یو بس او د تیلو د لارۍ ترمنځ د ټکر په نتیجه کې ۲۵ کسان وژل شوي او۱۶ نور ټپیان دي.

چارواکي وایي د ګڼو نورو حالت هم خراب دی او زیاتره ژوبل کسان د لسبېلې او حب روغتونونو ته وړل شوي دي.

د لسبیله ډپټي کمشنر شبیر مینګل د جنورۍ پر ۲۱مه ماښام مشال راډیو ته وویل چې بس له کراچۍ د پنجګور پر لور روان وو چې په لسبېله کې چمن هوټل ته نېږدې د تیلو له یوې لارۍ سره وجنګېدلو او اور یې واخیست.

په وژل شوو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال له ځايي انتظامي چارواکو د پېښې تفصیل غوښتی او د ټپیانو د علاج لپاره یې د ضروري ګامونو پورته کولو امر کړی دی.

د سي ای اې نومیاتی کارمند ټوني منډيز ومړ

د امريکا استخباراتي ادارې هغه پخوانی کارکوونکی مړ شوی چې په ۱۹۸۰ م کال کې يې د ايران له خوا د يرغمال امريکايانو قاچاقولو پلان جوړ کړی وو.

ټوني منډيز د پارکنسن له ناروغی ومړ.

پر هغه هاليووډ ارګو نومي فلم جوړ کړی دی.

د هغه کورنۍ د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه ويلي، منډيز د جنورۍ پر ۱۹مه د ۷۸ کلونو په عمر کې مړ شو.

کله چې په ۱۹۷۹ کې د ايران انقلابيانو په تهران کې د امريکا پر سفارت قبضه وکړه نو پر دې مهال ځينې ډپلوماټان د شا له دروازې په وتو کې بريالي شول او د کنېډاپه سفارت کې يې پناه واخیستله. د دوی د ژغورلو لپاره ميڼډز په هالي ووډ کې د ارګو په نوم د جعلي ساينس فکشن فلم جوړولو پلان جوړ کړ او د فلمبندۍ د ځای په تکل يې ايران ته سفر وکړ.

هغه د فلم د عملې په جامه کې شپږ ډپلوټان له تهرانه را واېستل.

ډپلوماټان چې ورسره د کېنېډا جعلي پاسپورټونه ول له ايرانه د ۱۹۸۰ م کال د جنورۍ پر ۲۷ مه نېټه په خوندي توګه راووتل.

دوکۍ: د سکرو کان کې چاودنې درې کانکیندونکي وژلي

له کوټې ۱۵۰ سل کلومیټره لیرې شمال ختیځ لور ته په د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ ولسوالۍ کې بېګا شپه د سکرو په یوه کان له چاودنې درې کانکیندونکي وژل شوي دي.

يوه ځايي پوليس چارواکي ابرار حسين د جنورۍ پر ۲۱ مه مشال راډيو ته ويلي، پېښه بيګاه شوې ده. د ده په خبره، د چاودنې پر مهال په کان کې څلور کانکیندونکي ول چې پکې د يوه مړی را اېستل شوی او د نورو د را اېستلو لپاره هڅې روانې دي. هغه زياته کړه، د مرستو پر مهال دوه مرستندويان هم مړه شوي او ۱۴ بې هوشه شوي دي.

د بلوچستان سکرو په کانونو کې د کانکیندونکیو د وژل کېدو پېښې زياتې رامنځ ته کېږي چې لویه وجه یې د کانونو د ناسم خوندیتوب دی.

د لېنډزي ګراهم په مشرۍ امریکايي پلاوي له پاکستانیو چارواکو سره لیدلي

امریکايي سېنېټر لېنډزي ګراهم (له کېڼې خوا لومړی) له پلاوي سره اسلام اباد ته تللی

اسلام اباد ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی، د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د سېنېټ د عدلیې د کمېټۍ مشر لېنډزي ګراهم او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ترمنځ په لیدنه کې پر دوه اړخیزه معاملاتو، پر سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او د افغانستان په چارو خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له سېنېټر ګراهم سره په دې سفر کې یو پلاوی هم ملګری دی. دواړو خواوو د تجارتي اړیکو په غښتلي کولو هم خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته تللی وو او په دغه سفر کې یې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي او د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره کتلي وو.

ټاکل شوې چې ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه له وزیراعظم عمران خان سره هم وویني.

د پاکستان وزیراعظم د ساهیوال د وژنو پلټنو امر کړی

عمران خان وايي، د ساهیوال پېښې ټکان ورکړی دی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ساهیوال د وژنو د پېښې پلټنو امر کړی دی او ژمنه یې کړې چې د ککړو کسانو ضد به سمدستي کارروايي کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه لاسته راوړنې لري، خو هېڅوک له قانونه پورته نه وي.

د جنورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب پولیسو وویل چې د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکو په ساهیوال کې په یوه نښته کې څلور مشکوک وسله وال وژلي چې پکې د یوې کورنۍ درې کسان شامل ول.

خو تر پېښې وروسته د هغې کورنۍ یوه ماشوم پر ټولنیزو رسنیو ویډیو خپره کړه چې پکې یې وویل چې پولیسو یې مور و پلار او خور وژلي چې وسله وال نه ول.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د پنجاب اعلا وزیر په امر، په مشکوکه پولیس مقابله کې ککړ کارکوونکي نیول شوي دي.

هلته ډان ورځپاڼه وايي چې په ساهیوال کې د وژل شویو کسانو کورنۍ د پېښې ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم پر ټوېټر په بیان کې ژمنه کړې ده چې حکومت به د کورنۍ د پاتې ماشومانو پالنه کوي.

عمران خان ویلي دي چې د وژنو پېښې ټکان یا صدمه وررسولې ده.

د کانګرېس غړو د سفر مخه نيول غېرمسول حرکت دی: پېلوسي

د امریکا د استازو جرګې مشره نېنسي پېلوسي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پېلوسي ويلي، د ولسمشر ډولنډ ټرمپ له خوا افغانستان ته د کانګرس غړو د سفر مخه نیول یو غیر ذمه وارانه کار دی.

د مېرمن پېلوسي په وينا له دې سره په افغانستان کې د دوی لپاره وضعیت نور هم خطرناکه کېږي.

د ټرمپ ادارې د امریکا د کانګرېس پر غړيو بندیز ولګاوه چې د ځېنو حکومتي ادارو په ټپه درېدو پر مهال د حکومت په الوتکو کې سفر نشي کولای.

د سپينې ماڼۍ لخوا د بوديجې په اړه خپره شوې تګلاره کې راغلي، د کانګرېس غړي یوازي هغه مهال له حکومتي الوتکو ګټه اخيستلای شي چې سپينه ماڼۍ ورته اجازه ورکړي.

د جنورۍ پر ۱۷مه سپینې ماڼۍ د نېنسي پېلوسي مخه ونيوله چې افغانستان ته په رسمي سفر په پوځي الوتکه کې لاړه شي.

نن به د جنوبي پولې او ځېنو تړل شوو حکومتي ادارو په اړه لوی اعلان کوم: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا اعلان به د جنورۍ پر ۱۹مه د امریکا پر وخت ماسپښین درې بجې کوي، خو په دغه اړه يې نور معلومات نه دې ورکړي.

د امریکا حکومت له تېرو څلورو اوونیو راهيسې د ولسمشر ټرمپ او ډیموکراټ ګوند ترمنځ د مېکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال جوړولو پر معامله د اختلاف له کبله په جزوي توګه تړل شوی دی چې له کبله يې د مرکزي حکومت اته لکه کارکوونکي له خپلو تنخواګانو بې برخې دي.

ولسمشر ټرمپ د دغه دېوال لپاره له کانګرسه ۵.۷ اربه ډالره غواړي خو د استازو په جرګه کې د ډیموکراټ ګوند استازي يې ورسره نه مني.

مېکسيکو کې د تېلو نلليکې چاودېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای

پراګ - په مېکسیکو کې د تیلو د يوې نلليکې چاودېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه پرون [د جنورۍ پر ۱۸] په هېدالګو ايالت کې رامنځ ته شوه. د دې صوبې ګورنر عمر فاياد وویل چې د مېکسیکو سیټي د شمال خوا ته په ۸۵ کیلومترۍ کې خلکو له نلليکې څخه تېل غلا کول چې چاودنه پکې وشوه.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۴ کسان چې سوځیدلي ول، درمنله يې شوې ده.

په دې چاودنه کې يو شمېر کسان ژوبل شوي ول. ځايي رسنۍ وايي، دغه وخت په سلګونه کسان د پېښې په ځای کې موجود ول چې په ستلونو [بالټيو] کې يې تېل وړل.

ټرمپ او کيم به دويم ځل ملاقات کوي

ټرمپ او کيم په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په جون کې ملاقات کړی و

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به د فبروري په وروستیو کې په دويم ځل ملاقات کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز د جنورۍ پر ۱۸مه وويل چې د دې ملاقات ځای به وروسته اعلانوي.

سېنډرز دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له جګپوړي مرکچي یونګ چول سره تر یو نیم ساعت پورې کوريايي ټاپووزمه له اېټمي وسلو پاکولو او د سرمشريزې په اړه خبرې وکړې. د شمالي کوريا جګپوړي چارواکي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره هم ملاقات کړی دی.

د امريکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کيم د تېر کال [۲۰۱۸م] په جون مياشت کې په لومړي ځل په سینګاپور کې غونډه کړې وه.

فېسبوک د روس دولتي وېبپاڼې سلګونه حسابونه تړلي

ټولنیزه رسنۍ فېسبوک.

ټولنیزې رسنۍ فېسبوک د روس د خبرونو له دولتي وېبپاڼې سپوټنیک سره تړاو لرونکې سلګونه پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه له فېسبوک او انسټاګرامه لیري کړي دي.

فېسبوک وایي لیري کړل شویو پاڼو او اکاونټونو بې بنیاده خبرونه خپرول.

د فېسبوک د سایبر امنیتي تګلارې مشر نتانیل ګلیچر د جنورۍ پر۱۷مه لیکلي، لیري کړل شویو اکاونټونو او پاڼو غلط معلومات خپرول او د پاڼو او اکاونټونو ۳۶۴ چلوونکي د سپوټنیک مامورین ول.

سپونټیک د روس دولتي خبري وېبپاڼه ده.

د وېبپاڼې ارمینايي څانګې پر فېسبوک لیکلي دي چې د دوی د روسۍ ژبې پاڼه بنده شوې ده ځکه د روسيې خبرونه د لنډ وخت لپاره پر ارمینايي پاڼه خپروي خو ښایي ارمينايي پاڼه یې هم وتړل شي.

دوی پر خپلو کارونکو غږ کړی دی چې د ټیليګرام، ټویټر او نورو ټولینزو له لارې له دوی سره ملګري شي.

د امریکا استازو جرګې پر روسي شرکت د بندیزونو لرې کولو مخنیوي پرېکړه لیک منظور کړی

د امریکا د استازو جرګې یو پرېکړه لیک منظور کړی دی چې موخه یې له روسي کاروباري اولېګ دیرېپاسکا سره پر تړلو شرکتونو د بندیزونو لرې کولو مخه نیول دي.

د استازو جرګې د جنورۍ ۱۷مې اقدام یوازې علامتي دی او تر دې یوه ورځ مخکې په سېنېټ کې ورته اقدام ناکامه شوی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي پر هغو شرکتونو بندیزونه نن لرې کړي. د ډېموکراټانو اکثریت لرونکې جرګې ۳۶۲ غړو پرون د قرارداد په حق او ۵۳ یې په مخالفت کې رایې وکارولې.

تېره میاشت د امریکا د مالي چارو وزارت ویلي ول چې د دیرېپاسکا پر مهمو کاروبارونو بندیزونه ختموي.

په دې کې د المونییمو یو لوی شرکت روسال او دوه نورې کمپنۍ هم شاملې دي.

امریکا دا بندیزونه تېر کال په اپرېل کې لګولي ول چې له کبله یې د فلزاتو نړیوال بازار تاواني شو او په امریکا او اروپا کې یې کاروبارونه اغېزمن کړل.

روسال د نړۍ پر کچ د المونیمو جوړولو له تر ټولو لویو شرکتونو څخه یو دی.

امریکايي ولسمشر د استازو جرګې د مشرې د افغانستان سفر لغوه کړ

ټرمپ پلوسي ته لیکلي چې خپل سفر دې وځنډوي

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د جزوي بندش په یادولو، د کانګرس د استازو جرګې مشره نینسي پلوسي د افغانستان سفر لغوه کولو ته اړ کړې ده.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۷مه شپې ناوخته په یوه لیک کې پلوسي ته ویلي دي چې د هغې د کانګرس پلاوي د افغانستان سفر لپاره پوځي الوتکه نه ورکوي.

دا اقدام نوموړي پر داسې مهال کړی چې پلوسي او پلاوي یې د سفر تیاری کاوه.

ټاکل شوې وه چې د کانګرس دا پلاوی د بېلجییم برسلز کې دمه وکړي او بیا په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره وویني.

په خپل لیک کې ټرمپ پلوسي ته ویلي دي چې په داسې حال کې چې د بجټ پر سر د لانجې له کبله حکومت په جزوي توګه بند دی او شاوخوا "اته لاکه امریکايي حکومتي کارکوونکو تنخا نه ده تر لاسه کړې" دی "باوري دی چې هغه به د دې سفر ځنډولو ته تیاره شي."

ټرمپ دا هم ویلي دي چې کله د حکومت چارې بیا پیل شي، نو دی به د "هغې دا اووه ورځنی سفر بیا پلان کړي."

په لیک کې نوموړي پلوسي او د کانګرس نورو غړو ته ویلي چې که وغواړي نو د سفر بندوبست دې خپله وکړي او په مساپر وړونکې الوتکه کې دې ولاړ شي.

پلوسي د نوموړي د دې اقدام په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

په قبایلو کې د قانوني نظام نه شتون ګڼې ستونزې زېږولې دي: ګل ظفر خان

په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي ګل ظفر خان د قبایلي اصلاحاتو پر بهیر نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په هغو سیمو کې اوسمهال هېڅ قانوني نظام نه دی موجود.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر داسې مهال کړې ده چې د مومندو ځېنې اوسېدونکي او مشران وايي، د قانوني نظام نه شتون له کبله هلته شاوخوا ۱۵۰ مقدمې ځنډېدلې دي.

دې خلکو پرون مشال راډیو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې چې د پېښور های کورټ د قبایلو لپاره حکومتي لنډمهاله قانون غیر اییني بللی، د قبایلي سیمو انتظامیې د قضیو د هواري واک نه لري.

پېښور های کورټ تېر کال د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه فیصله کې وویل چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته باید هلته د پاکستان قوانین او عدالتي نظام وغځول شي.

عدالت په فیصله کې ویلي ول چې د نومبر تر پای وروسته په هغو سیمو کې نافذ لنډمهاله قانون غیر اییني دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چې تر قبایلو د عدالتي او پولیسو نظام غځولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د دفاع وزیر پروېز خټک هم د قامي اسمبلۍ غړي ګل ظفر خان ته ډاډ ورکړ چې په قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ تر انتخاباتو وروسته به هلته زیاتره قانوني مسلې هوارې شي.

د پښتونخوا اعلا وزیر ډېره اسماعیل خان کې د صنعتي زونونو جوړولو اعلان وکړ

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په ډېره اسماعیل خان کې د دوو صنعتي زونونو او د کرنیزو څېړنو مرکز پرانیستو اعلان کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د جنورۍ پر ۱۸مه لیکلي چې محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه، په پېښور کې په یوه غونډه کې چارواکو ته امر وکړ چې د ګومل زام ډیم اړوند د اوبه خور مسلې دې هم هوارې کړي.

دولتي راډیو وايي، وزیراعلا ژمنه وکړه چې په ډېره اسماعیل خان کې د څښلو پاکو اوبو ستونزې حلولو لپاره هم جامع پلان جوړوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG