د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د اسلامي دولت ډلې مالي سرچینو وچولو قرارداد ومانه


دا قرارداد د روانې میاشتې پر ۱۵مه په مسکو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري او روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر لیدو وروسته دواړو هېوادونو په ګډه وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګا په یوه خوله د اسلامي دولت وسله والې ډلې د مالي سرچینو په نښه کولو لپاره قرارداد منظور کړ.

دا قرارداد د روانې میاشتې پر ۱۵مه په مسکو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري او روسي ولسمشر ولادمیر پوتین تر لیدو وروسته دواړو هېوادونو په ګډه وړاندې کړ.

دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ میاشت پر هغه اقدام ولاړ دی چې پکې پر هغو ټولو ډلو د بندیزونو لګولو ګواښ شوی وو چې له اسلامي دولت او یا له القاعدې سره تړلې نصره جبهې څخه تېل اخلي او پکې پر هېوادونو ټینګار شوی وو چې د خلکو تښتونو په سر دې [دې ډلو ته] تاوان نه ورکوي.

په بېګاني قرارداد کې د وسله والو پر ضد د پخوانیو ((قراردادونو [په سم ډول] پر نه عملي کېدو اندېښنه ښودل شوې ده.)) پرېکړه لیک پر هېوادونو غږ کړی چې په څلورو میاشتو کې دې دننه د بندیزونو عملي کېدو په اړه معلومات ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG