د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ښاروال احتجاجاً د ښاروالۍ بودیجه صوبايي حکومت ته واپس کړه


د کوټې ښاروال احتجاجاً د ښاروالۍ بودیجه صوبايي حکومت ته واپس کړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کوټې ښاروال ډاکتر کلیم الله د احتجاج په توګه د ښاروالۍ بودیجه صوبايي حکومت ته واپس کړې ده. نوموړي تېره ورځ له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وویل، صوبايي حکومت ته یې د شاوخوا دوه نیم اربه روپیو کلنۍ بودیجه منظورۍ ته استولې وه چې اسمبلۍ منظوره کړې وه خو انتظامیې ورڅخه ۸۲ کروړه روپۍ ستنې کړې دي. کلیم الله وايي، همدا لامل دی چې ده ټول بجټ واپس حکومت ته استولی دی. نوموړي تور پورې کړ چې بیوروکراسي رشوت غواړي. د ده د څرګندونو په اړه د بلوچستان بیوروکراسۍ یا حکومت لا څه نه دي ویلي. خدای نور ناصر له ډاکتر کلیم الله سره خبرې کړې دي او له ده یې پوښتلي چې د کوټې ښاروالۍ بجټ یې ولې حکومت ته واپس کړ؟

XS
SM
MD
LG