د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: څلور مشکوک وسله وال نیول شوي


د سند صوبې امنيتي چارواکي وايي چې څلور مهم مشکوک وسله وال يې نیولي دي.

د کراچۍ پوليسو له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې، مشر مظهرمشواني د سېشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې په دوی کې د محمدانور په نامه هغه کس هم شامل دی چې په يو وخت يې د پاکستاني طالبانو، افغان طالبانو، جندالله او ګڼو نورو وسله والو ډلو د غړي په توګه فعاليت کاوه.

هغه زياته کړه چې یاد سړی له بلوچستان سره تعلق لري او د ترهګرۍ په لسګونو پېښو کې د لاس لرلو له وجې د سند حکومت د هغه د نيولو لپاره پينځويشت لکه روپۍ انعام هم ايښی وو.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG