د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې یوې بهرنۍ وګړې په یوه ځانمرګي برید کې څلور بهرنیان او د افغان ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل، بېګا شپه شاوخوا ۱۰ بجې نهه تنه بهرنیان چې پکې یوه مېرمن او درې ماشومان ول، په روسۍ ژبه یې خبرې کولې، د درونټې په سیمه کې امنیتي ځواکونو ونیول.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي، کله چې یې هغوی د پلټنې لپاره د ملي امنیت ریاست ته یووړل، نو د هغې ډلې یو بهرنۍ میرمنې په خپلو باروتو خپلځان ته چاودنه ورکړه، چې پکې دا او ورسره درې ماشومان او یو د ملي امنیت کارکوونکي ووژل شول.
نوموړی وایي، له پاته پنځه نارینه و دا مهال پلټنې روانې دي.