د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له عراق سره پوځي مرسته کوي


امریکا وايي د داعش په وړاندې جګړه کې له عراق سره د مرستې لپاره نور عسکر ، ټانکونه او هیلي کوپټر دې هیواد ته استوي.

دا خبره د امریکا د دفاع وزیر آشتن کارټر د چارشنبې په ورځ د سېنټ د پوځي خدماتو کمیټې ته په وینا کې کړې ده.

اېش کارټر ویلي چې سخته جګړه لا پاتې ده.

((امریکا تیاره ده چې د عراق پوځ ته مهم او بیساري پوځي سامانونه ورکړي تر څو خپل کار پای ته ورسوي، که چیرې شرایط برابر وي او د عراق وزیراعظم وغواړي نو امریکا جنګي هیلي کوپټرې او سلا کاران هم عراق ته استوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د عراق ځواکونو په روانه اونۍ کې پرمختګ کړی دی او د انمبار صوبې د مرکز رمادي په شاوخوا کې یې یو سیمه له داعش څخه بیرته نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG