د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نړیوال دې د افغانستان درناوی وکړي"


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د افغانستان ولسمشر محمد اشرف ته د راولپنډۍ په نور خان پوځي هوايي اډه کې هرکلی وايي.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د افغانستان ولسمشر محمد اشرف ته د راولپنډۍ په نور خان پوځي هوايي اډه کې هرکلی وايي.

وزیر اعظم نواز شريف يوځل بيا د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ او پر نړېوالې ټولنې يې هم غږ وکړ چې د دغه پروسې ملاتړ او مرسته وکړي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس ته په وينا کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي او په خبره يې چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او نړېواله ټولنه يې بشپړ درناوى کوي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يوځاى د اسيا زړه کنفرانس د دويمې ورځې غونډې ته په پرانېستونکې وينا کې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس تېره ورځ د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې پيل شو چې د استانبول پروسې د ١٤ غړېو او يو شمېر ملاتړو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي.

ښاغلي شريف اسيا کنفرانس د سيمې د هېوادونو لپاره مهم وباله او د دې لړۍ د جاري ساتلو او لا پرمخ وړلو هيله يې څرګنده کړه.

نوموړي همدا راز له خپلو ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره ښه تعلقات د خپلې هېواد د بهرنۍ پاليسۍ مهم جز وباله او د سيمې د اقتصادي ودې لپاره يې سوله او ثبات مهم وګڼل.

ښاغلي شريف يوځل بيا د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ او پر نړېوالې ټولنې يې هم غږ وکړ چې د دغه پروسې ملاتړ او مرسته وکړي.

ښاغلي شريف د خپلې وينا په يوې برخې کې وويل:

"افغانستان د پاکستان لپاره تر ګاونډي هېواده نږدې دى، ځکه چې موږ له يو بل سره نږدې کلتوري او تاريخي اړيکې لرو. افغانستان يو خپلواک هېواد دى او نړېواله ټولنه په بشپړه توګه د دې هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا درناوى کوي.

په افغانستان کې يواځې په ډيموکراتيک ډول ټاکل شوى حکومت او اساسي قانون د دې قانوني حيثيت لري. زه بايد په دې موقع يو بل ځل بيا خپلې هغه خبرې تکرار کړم چې د مۍ په ٣مه نېټه مې په کابل کې کې کړې وې او هغه دا چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي."

په عين حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اسيا زړه کنفرانس ګډونوالو ته وينا کې له هغو هېوادونو مننه وکړه چې له افغانستان سره د سولې او ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي او دغه راز يې وویل، ستونزې مشترکې دي او باید په شریکه یې د حل لپاره په سیستماتیک ډول هلې ځلې وشي.

نوموړي همدا راز د ګازو نل لیکې او د برېښنا سیمه ییز لېږد پروژو ته په اشارې وویل چې افغانستان په تېزۍ سره د مرکزي، ختیځې او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو د نښلوونکي پر لور روان دى او په خبره يې چې ټرانزیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ د لا پراخو اړیکو سبب کېږي.

افغان ولسمشر په خپلې وينا کې په افغانستان کې د نړېوالو ترهګرو يادونه وکړه او ويې ويل چې افغانستان او افغانان دا مهال د نورو لپاره جګړه کوي او د ترهګرو د مالي مرستې د مخنيوى لپاره يې پر ګډو هڅو ټينګار وکړ.

د نوموړي په خبره دی هیله مند دی چې دغه کنفرانس به د هدفونو په ترلاسه کولو کې اغیزمن رول ولري او تمه يې څرګنده کړه چې راتلونکی کال به په سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو له سږني کاله غوره وي.

هغه همدا راز ټينګار وکړ چې دولتونه بايد ځان له غېر رياستي عناصرو وساتي او ويې ويل:

"موږ بايد ځان له غير رياستي عناصرو وساتو. دولتونه بايد خپلې پاليسۍ په خپله په مخ يوسی. ټول بايد په دې وپوهيږو چې افغانستان شاوخوا ملکونو لپاره ګڼې اقتصادي او تجارتي ګټې لري. سيمه ييز هېوادونه دې د سولې په راوستلو سره له دې موقعو فايده واخلي."

تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف او د دې هېواد د پوځ لوى درستيز او نورو چارواکو په نورخان هوايي ډګر کې د افغان ولسمشر تود هرکلى وکړ او نوموړي ته يې د ۲۱ توپونو سلامي هم وړاندې کړه.

ښاغلى غني کنفرانس ته تر وينا وروسته د پاکستان له وزیر اعظم نواز شريف سره هم په وليدل او په يو شمېر موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

له بلې خوا د اسيا زړه کنفرانس د غړېو او ملاتړو هېوادونو استازيو په دغه کنفرانس کې د وينا پر مهال سوله ييز افغانستان د سيمې د امن لپاره مهم وباله او له افغانستان سره يې د خپلو مرستو او ملاتړ په دوام ټينګار وکړ.

د يادونې وړ ده چې د استانبول پروسه يا اسيا زړه هېوادونو کنفرانس په ٢٠١١م کال کې د افغانستان او ترکيې تر ګډو هخو وروسته جوړ شوى و او په اسلام باد کې جوړ شوى دا دوه ورځنى کنفرانس د دغې پروسې پېنځم کنفرانس دى

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG