د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په هوايي ډګر کې جګړه روانه ده


د کندهار هوايي ډګر
د کندهار هوايي ډګر

کندهار: وسله وال طالبان د کندهار هوايي ډګر ته ننوتي او دولتي ځواکونو ورسره په نښته بوخت دي.

د کندهار والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام په څه باندې شپږو بجو يو شمېر وسله والو د دې ولايت د هوايي ډګر په دروازه کې ډزې وکړې او وروسته په هوايي ډګر کې يوې ودانۍ ته ننوتي دي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.

ده زياته کړه، اوسمهال (د ماښام ٦:٢٠بجې) د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده، خو د مرګژوبلې په اړه دمګړۍ معلومات نه لري.

د هغه په وينا، د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، بريدګر ښايي دوه يا درې تنه وي.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي، د دوى يو شمېر کسان د کندهار هوايي ډګر ته ننوتي او اوس هلته جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG