د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ترافیکې پېښې پنځه تنه وژل شوي


د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډيو ته وویل چې پېښه نن (سېشنبه) سهار د دغه ولایت د ميوند ولسوالۍ د تورې پوستې په سیمه کې د یوه ډاټسن او ټېلر موټر د ټګر له امله شوې ده.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې وژل شوي کسان د ډاټسن موټر سپرلي وو.

د نوموړي په وینا د ټېلر موټر چلوونکی تښتېدلی چي پوليس يې د نيولو هڅې کوي.
هغه د دې ترافيکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلل.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یاده سیمه کې یوه بله ترافیکي پېښه کې درې تنه وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG