د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې روانې بلدياتي ټاکنې، د عوامي نيشنل ګوند اندېښنې


د کراچۍ په شپږو ضلعو کې د ښاروالۍ (بلدياتي) ټاکنې نن روانې دي. نن دي ټاکنو لړ کې رايې يا ووټونو اچول له سهاره پېل شول چې د قانون مطابق له د مازيګر تر پنځوو دوام ولري.

د پاکستان د ټاکنو د کمېشن ترمخه په دې ټاکنو کې پينځلس سوه او شلو بيلا بيلو څوکيو لپاره شاو خوا پينځه نيم زره کسان اميدواران يا کانديدان دي چې پکې يو شمېر سياسي جماعتونو د يووالي يا ايتلاف کولو اعلان هم کړی.

د ووټونو د شمېرې په اړه د پاکستان د ټاکنو کمېشن وايي چې د ښار په شپږو ضلعو کې شاوخوا يو اويا لکه رجسټر ووټونه دي چې پکې له څلوېښت لکو څخه زيات نارينه او له دېرش لکو څخه زياتې ښځې شاملي دي.

ټول ګوندونه لګيا دي او کمپاينونه کوي خو امنيتي ادارې موږته وايي چې ډېر پام وکړئ او لويې غونډې مه کوئ.

په همدې حال کې عوامي نيشنل ګوند ويلي چې د بلدياتي ټاکنو لو کې پوره کمپاين ځکه نه دی کړی چې حکومت او امنيتي ځواکونو دوی د امنيتي اندېښنو په بهانه له کمپاينه منع کړي وو. د دې ګوند د سند صوبې مشر، شاهي سيد څو ورځې وړاندې په يوه جلسه کې وويل چې نورو ټولو ګوندونو لويې لويې جلسې وکړي خو دوی ته ويل کيږي چې تاسي احتياط کوئ.

هغه زياته کړه: ((جماعت اسلامي، تحريک انصاف، متحده قومي مومنټ، مسلم لېګ، پيپلز پارټي او نور ټول ګوندونه لګيا دي او کمپاينونه کوي خو امنيتي ادارې موږته وايي چې ډېر پام وکړئ او لويې غونډې مه کوئ. دا په ښکاره په بلدياتي ټاکنو کې زموږ خلاف کار دی.))

اوس د ټاکنو لپاره په ښار کې د امنيت ټينګ ساتلو لړ کې د صوبايي حکومت له خوا پينځه دېرش زره پوليس اهلکار، او شاوخوا اووه نيم زره د رينجرز اهلکارپه بيلا بيلو پولنګ مرکزونو ودرول شوي دي.

خو د عوامي نيشنل ګوند دسند صوبې د کلتور سيکريټري نورالله مشال ريډيو ته وويل چې امنيت بايد له پخوا راهيسې د هر چا لپاره وی. نوموړي زياته کړه. ((زموږ ډير غړي اميدوارن (کانديدان) د عوامي نيشنل ګوند له خوا ځکه نه دي ولاړ چې هغوی ته خطر دی. هيچا يې د خوندي ساتلو غم نه دی کړی.))

په همدي حال کې د صوبايي حکومت له خوا جاري شوي بيان ترمخه رينجرز اهلکارو ته د روانو ټاکنو پر مهال پولنګ مرکز دننه تللو اجازت دی او ورته د مجسټريټ واک هم ترلاسه دی.

د مشال ريډيو خبريال وايي چې په مجموعي توګه د ووټونو د اچولو عمل بغېر له کومې لويې جګړې روان دی خو متحده قامي مومنټ او جماعت اسلامي ګوندونو له خوا اندېښنې څرګندې شوي چې د دوی مخالفې سياسي ډلې په ټاکنو کې ټګي شروع کړې ده.

XS
SM
MD
LG