د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان پوځیانو خوشي کولو کې موږ برخه نه درلوده"


د امریکا پوځ وايي: په هلمند کې د طالبانو له زندانه د افغان امنیتي ځواکونو د غړو په خوشي کولو کې امریکايي ځواکونو برخه نه درلوده.

د امریکا پوځ د جمعې پر ورځ وویل چې په نوزاد کې د ملي اردو او پولیسو ۴۰ غړي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې خوشي شوي دي. خو وروسته د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې ویاند پاتریک راډیر وویل چې دا کسان د افغان ځواکونو په خپلواکو عملیاتو کې خوشي شوي دي.

نوموړي وویل چې امریکايي ځواکونو یوازې استخباراتي معلومات ورته برابر کړي وو او د عملیاتو څارنه یې کوله .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG