د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور باید د پښتنو وینه توی نشي. محمود خان اڅکزی

په کوټه کې نن د چارشنبې په ورځ د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي دوڅلوېښتم تلين ولمانځل شو. په دې لړ کې د کوټې په صادق شهيد لوبغالي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د يوه لویه ولسي غونډه شوې، چې پکې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د دغه ګوند صوبايي او مرکزي مشرانو ویناوې وکړې. محمودخان اڅکزي په خپله وینا کې وویل؛ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پښتنو افغانانو وينې تويېږي، خو هېچا يې نه غم کړی او نه يې هم چا حساب کړی دی. نوموړي د افغانستان له طالبانو او د پاکستان له پښتنو سیاستوالو خواست وکړ، چې که چېري په سیمه کې نوې جګړه پېلېږي، نو باید ټول سره يو مټی شي.
تصویرونه د خبریال جمال تره کي

XS
SM
MD
LG