د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيرس: اشرف غني او نوازشريف طالبانو سره مذاکراتو په اړه خبرې وکړي


افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف
افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف

پاکستاني وزيراعظم د افغان ولسمشر سره د طالبانو د روغې جوړې د مذاکراتو په اړه خبرې کړي. که څه هم چارواکو دا نه دي ويلي چې دا خبرې به کله پيل شي خو زياته کړې يې ده چې ترهګر به د سولې ګډوډولو ته نه پريږدي.

د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف له دفتره نن خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د برطانيه وزيراعظم ډيويډ کيمرون نن ماښام په پيرس کې ملاقات وکړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وشوي او وويل شول چې د روغې جوړې پلوې ټولې خواوې به د سياسي برخوالو په حیث دي خبرو کې شاملې وي. د مذاکراتو د پيلولو د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي. د افغان ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي مشال ريډيو سره خبرو کې نن له تفصيلاتو ورکولو پرته وويل چې يادو مشرانو په دوه اړخيزو مسايلو واضحه خبرې وکړي.

افغان چارواکو سره چې موږ وکتل او خبرې مو يې واوريدلي نو ويلی شو چې د هغوی په نيوکو او غوښتنو کې وزن شته دی.
افراسياب خټک

پيرس ته د ولسمشر غني سره تلي يو افغان چارواکي مشال ريډيو ته د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د پاکستان له وزيراعظمه وغوښتل شول چې پر خپله خاوره موجود هغه وسله وال وځپي چې نه غواړي د سولې بهير کې شامل شي. د پاکستاني وزيراعظم په خبرپاڼه کې بيا په دي خبره ټينګار شوی چې خپله خاوره به د خپلواکه افغانستان پر ضد کارولو ته نه پريږدي.

د آب و هوا بدلون په اړه د نړۍ د مختلفو هيوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ولسمشر اشرف غني او وزيراعظم نوازشريف ملاقات تر هغې وروسته ممکنه شو چې پاکستان مېشته پښتنو سياستوالو کابل ته سفر وکړ.

کابل ته تللي پلاوي کې شامل د قومي وطن پارټۍ مشر، افتاب احمد خان شيرپاو نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی غواړي اشرف غني اسلام اباد کې د ايشيا زړه کانفرنس کې هم برخه واخلي چې ورسره به طالبانو سره د مذاکراتو بيا پيلولو ته لار هواره شي.

محمود خان اجکزی، اسفنديار ولي خان او افتاب خان شيرپاو کابل کې افغان ولسمشر سره ليدلي وو
محمود خان اجکزی، اسفنديار ولي خان او افتاب خان شيرپاو کابل کې افغان ولسمشر سره ليدلي وو

شيرپاو نن مشال ريډيو ته وويل: ((په اتم او نهم تاريخ اسلام اباد کې د استنبول بهير د ایشيا زړه کنفرنس کيږي. موږ غواړو چې ولسمشر غني په دي غونډه کې هم برخه واخلي. تر هغې وروسته کيدای شي د طالبانو سره د مذاکراتو پيلولو پر خبره بحث وشي. موږ به غواړي چې دي لړ کې د پاکستان حکومت پوره همکاري وکړي تر څو دا ويني توييدل ودريږي.))

د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو معين، عبدالغفور ليوال دوه ورځې وړاندې مشال ريډيو ته وويل چېد سولې خبرې پيلول غواړي خو له خپلې دې غوښتنې نه تيريږي چې پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو مرکزونه ونړوي.

ليوال: د سولې خبرو لپاره بايد پاکستان له طالبانو لاس واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

کابل ته تلي د عوامي نيشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک وايي دوی د افغانانو غوښتنو سره اتفاق کوي. هغه وويل چې دوی پر پوځ د پاليسيانو د بدلولو زور نه شي راوړلی خو د دواړو خبرې څارلی شي.

((افغان چارواکو سره چې موږ وکتل او خبرې مو يې واوريدلي نو ويلی شو چې د هغوی په نيوکو او غوښتنو کې وزن شته دی. موږ د پوځ سره په رابطه کې نه يو او نه هم کابل ته د پوځ په غوښتنه تللي وو. موږ ته مسول د پاکستان منتخب وزيراعظم نوازشريف دی. موږ دا کولی شو چې د پاکستاني او افغان چارواکو خبرې وڅارو او که کومه خوا درغلي کوي نو چې په ګوته يې کړو. پاکستان ته پکار ده چې له پخوانيوو پاليسيوو راووځي.))

ياده دي وي چې تېر ځل په جون مياشت کې اسلام اباد سره نيزدي مري کې د پاکستان په منځګړتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې شوي وي. لا تر اوسه پورې د پاکستان او افغانستان له خوا د دغه ودريدلو مذاکراتو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

له اسفندیار ولي خان سره مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG