د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس کې د چاپېریال بدلون جهاني غونډه او مظاهرې


د پاریس په یوه مرکزي چوک کې څه باندې شل زره بوټان د هغو کسانو په استازیتوب کېښودل چې په مظاهره کې یې ګډون نشو کولی.
د پاریس په یوه مرکزي چوک کې څه باندې شل زره بوټان د هغو کسانو په استازیتوب کېښودل چې په مظاهره کې یې ګډون نشو کولی.

فعالانو د پاریس په یوه مرکزي چوک کې څه باندې شل زره جوړې بوټان د هغو کسانو په استازیتوب کېښودل چې په دې مظاهره کې یې ګډون نشو کولی.

په داسې حال کې چې د نړۍ د څه باندې ۱۴۰ هیوادونو مشران د چاپېریال بدلون په نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانسې ته رسېدلي، سلګونه زره احتجاجیانو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې تودوښې مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه وکړه.

په پاریس کې پرون دوشنبه زرګونه احتجاجیانو د ښار په هغه سیمه کې راټول شول چې د بیړني حالت د قانون له مخې پکې د مظاهرو اجازت نشته. دوید باتکلان موسیقۍ سالون مخې ته «چې یوې وسله والې ډلې د نومبر پر ۱۳مه نېټه شاوخوا نوي کسان په ډزو ووژل» د سل میټرۍ په واټڼ پرېښودل شول چې د هغې پیښې قربانیانو ته درناوی وکړي.

فعالانو د پاریس په یوه مرکزي چوک کې څه باندې شل زره جوړې بوټان د هغو کسانو په استازیتوب کېښودل چې په دې مظاهره کې یې ګډون نشو کولی. د نړۍ د رومن کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس او د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون هم یوه یوه جوړه بوټ ورکړل.

له دې څو ساعته وروسته یوشمېر مظاهره چیان د پاریس په مرکزي برخه کې له پولیسو سره لاس اوګریوان شول. پولیسو پر احتجاجیانو اوښلن ګاز وښیندلی.

د فرانسېکورنیو چارو وزیر برنارد کازینیوو وویل، ۲۰۸ کسان نیول شوي چې له هغې ډلې یوسل څلور اویالاهم په تاڼه کې دي.

څه باندې ۴۵ زره کسانو د اسټرالیا په سیډني ښار، زرګونو په لندن او زرګونه نورو په ماډرید، برلین، نیویارک او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د نړۍ له مشرانویې د ځمکې تودوښې په مخنیوي کې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د چاپیریال ساتنې د مدافع ټولنو یوه ټلواله وايي په پام کې ده زرګونه کسان د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې د چاپیریال ساتنې لپاره د اقداماتو په پلوۍ مظاهرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG