د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نواز شریف پر اقتصادۍ راهدارۍ د اعتراضونو لیرې کولو ډاډ راکړ"


د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان

په دې ملاقات کې پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ، فاټا کې اصلاحاتو او د قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو بیا بحالۍ په اړه خبرې اترې شوې دې.

د عوامي نیشنل ګوند پخواني سینیټر افراسیاب خټک وايي، چې چارشنبې په ورځ يې د ګوند مشر اسفند یار ولي خان د وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کړې دې.

نوموړي له مشال راډيو سره په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې دا ملاقات وزیراعظم نواز شریف په بلنه شوی دی.

په دې ملاقات کې پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ، فاټا کې اصلاحاتو او د قبایلي سیمو بې کوره شویو خلکو بیا بحالۍ په اړه خبرې اترې شوې دې.

افراسیاب خټک په وینا چې وزیراعظم نواز شریف اسفند یار ولي خان ته اقتصادي راهدارې مغربي لار په اړه د اعتراضاتو لرې کولو ډاډ ورکړی دی.

،، وزیراعظم نواز شریف په ملاقات کې وویل چې ستاسو کوم تشویش دې نو د هغې د ختمولو به کوشش کیږي او د قبایلي سیمو د کډوالو د بحالې غوښتنو په اړه هم نواز شریف وویل چې په دې غور کوم نو موږ دا ویلې شو چې دا ملاقات په مجموعي توګه مثبت وو خو دا به ګورو چې دا عملي کیږي او که نه ،،

یاده دې وي چې د پاکستان او چین ترمینځه د اقتصادي راهدارې مغربي لار په اړه سیاسي ګوندونو لخوا اعتراضات مخې ته راغلې وو او عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا دا غوښتنه شوې وه د اقتصادي راهدارې مغربي لار دې د پخوانې نقشې باندې اوساتل شي او په دې کې بدلون اونکړې شي.

حکومت دا اعتراضات رد کړې وو او ویلې وو چې په مغربي لار کې بدلون نه دې شوې.

هم دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا اولسي تحریک مشر سید عالم مسود وایې چې حکومت عملي ګامونه نه اوچتوي باید چې مغربي لار په اړه عملي ګام اوچت کړې.

دې زیاتوي چې وزیراعظم نواز شریف مغربي لار په اړه دروغ وایې ، په بجټ او نقشه کې چې څه نه وي نو په زمکه به څنګه څه جوړ شي ، په دې لړ کې اوس زموږ دا همت جوړ شوې دې چې په خیبر پښتونخوا کې چې دلته کوم قرارداد راځي او کومه اتفاق رایې راځي نو دا به بیخي جدا وي ، موږ به د مغربي لار لپاره خپل تحریک چلوو ، دا تحریک به اولس ته ځي او دا تحریک د اولسي هړتالونو او د پاڅون نه بغیر نه کیږي.

د ذکر ده روانه میاشت د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاکستان او چین ترمینځه اقتصادي راهدارۍ مغربي روټ زر تر زره د مکملولو او د زمکې د اخیستو عمل پیل کولو لپاره اعلی چاوراکو ته هدایت کړې وو.

وزیراعظم دا هم ویلې وو چې د ټول ګوندیز کانفرنس په موقع د شوې لوظ پاسداري به کوي.

XS
SM
MD
LG