د لاسرسي ځای

تازه خبر

منشي عبدالقیوم او د کندهار نامیان


لیکوال منشي عبدالقیوم
لیکوال منشي عبدالقیوم

منشي عبدالقیوم ، په خپلې خوږې مورنۍ ژبې پښتو ورک مین دی. له هیواده لرې ، خو د هیواد والو لرې نه دی. هملته په ورجینیا کې یې د یارانو دوستانو مجلسونه اباد ساتلي دي.

سړی چې له وطنه لرې شي نو مثال یې د مارغه وي، کله په یوه څانګه کېني او کله په بله. همداسې یو مارغه زه هم یم ، له پراګه وطن ته د تلو هیڅ لاره ګودره نه برابریږي، خو مساپرۍ راباندې د بلا ځایونو سیل وکړو. کله له شوق ، کله له مجبورۍاو کله هم د راډیو لپاره د راپورونو او خپرونو د چمتو کولو لپاره . په دوو کالو کې یو وار واشنګټن ته تګ خو اوس راته د معمول خبره ښکاري.

که څه هم زما هڅه وي چې کله هم کوم ښار ته لاړشم ، نو کم نه کم دوستان دې خبر وي، ځکه چې په مساپرۍ کې د خلکو مصروفیتونه راته ښه معلوم دي، کله چې دوستان خبر شي نو بیا ارو مرو ځانونه په عذابوي او تر خپله وسه دې خدمت او میلمستیا کوي.

منشي عبدالقیوم
منشي عبدالقیوم

د خدای کړه وو ، سږ کال هم په جولايي میاشت کې امریکا ته د خپلې کورنۍ سره په سفر لاړم. هلته مې محدود شمېر دوستانو سره وکتل چې یو هم پکې منشي عبدالقیوم و. دوی په مساپرۍ کې هم د ادب سره اړیکې ټینګې ساتلي او څو کتابونه یې چاپ کړي دي. دوی خپل تازه چاپ شوی کتاب « د کندهار نامیان » هم راته ډالۍ کړ . دا چې دا کتاب زما لپاره خورا جالب و ، نو ورسره مې د همدې کتاب په اړه مرکه هم وکړه چې دلته یې په ویډیويي بڼه کتلی شئ.

منشي عبدالقیوم او د کندهار نامیان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

منشي عبدالقیوم وايي په افغانستان کې ګڼ شمې لیکوالو د کندهار د پایلوڅانو په اړه کتابونه خپاره کړي او څیړنې یې کړي دي ، خو دده کار له نورو جلا او ځانګړی ځکه دی چې ده پخپله د پایلوڅانو سره ناسته ولاړه کړې ده. دی زیاتوي :

« د کندهار نامیان کتاب د لیکلو یو عمده لامل دا هم و چې ، ما پخپله له پایلوڅانو سره ناسته پاسته کړې او د دوی کارونه ، خویونه او فکرونه راته ښه معلوم دي. ما د خپلې مشاهدې له مخې پر دوی لیکل کړي چې په دې کتاب کې چاپ شوي دي. »

منشي عبدالقیوم زیاتوي، په یاد کتاب کې د پایلوڅانو تاریخ ، د دوی کارونه ، د دوی لاس ته راوړنې ، پر دوی لګول شوي الزامونه او نور ډیر څه څېړل شوي دي. نوموړی وايي په څه نا څه بڼه پایلوڅان اوس هم په کندهار او شاوخوا سیمو کې موجود دي. دا هغه کسان دي چې د نورو سره په سخته کې پکاریږي او ترخپله وسه د نورو خدمت کوي.

XS
SM
MD
LG