د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګله ديش کې اسلامي تندلاريتوب په زياتېدو دی


په ډهاکه کې جماعت اسلامي د احتجاج پر مهال خونړی پېښې رامنځ ته شوې وې. فايل فوټو
په ډهاکه کې جماعت اسلامي د احتجاج پر مهال خونړی پېښې رامنځ ته شوې وې. فايل فوټو

په بنګله ديش کې د اسلامي سخت درېځو ډلو په تندروۍ کې زياتوالی راغلی او سږ کال دوه بهرنيان او څلور سېکولر ليکوالان او کتاب خپرونکي وژل شوي دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، ديکشنبې په ورځ علي احسن محمد او صلاح الدين چوهدري په ۱۹۷۱ کې د بنګله ديش له پاکستانه د خپلواکۍ ترلاسه کولو جګړې پر مهال په جنګي جرمونو کې د لاس درلودلو په تور پانسۍ کړل شو.

دوی له جماعت اسلامي ګوند سره تړاو درلود. د اژانس په وينا، د اعدام پر ضد د دوشنبې په ورځ چې کوم احتجاج وشو هغه ډېر ارام وو البته په ټول هېواد کې هړتال وشو.

اسلامي ډلې دغه عدالتي فېصلې غندي او وايي تر شاته يې سياسي هدفونه دي.

د وزيراعظمې شيخ حسينه واجد سياسي سلاکارايچ ټي امام رويټرز ته ويلي، د لومړۍ وزېرې شهرت زيات شوی دا ځکه چې خلک د جنګي جرمونو محاکمو او پانسيانو پلوي کوي.

ده زياته کړې چې حکومت د ترهګری يا تاوتريخوالي که هغه اسلام پاله يا يې بل څوک کوي، په هيڅ صورت هم نشي برداشتولای.

په ډهاکه ښار کې ترېنګلتيا زياته شوې او بهرنيان په لارو کوڅو کې له ګرزېدو ډډه کوي.ددې ترڅنګ تېره اونۍ په ډهاکه کې ادبي مېله وځنډول شوه.

خو د ښه حکومتدارۍ په اړه د يوې ډلې مشر بديع العالم ماجومدار رويټرز ته ويلي چې د حسينه واجد حکومت د يوه واضحه اپوزيشن په نه شتون کې پیاوړی شوی دی.

په بنګله ديش کې د اسلامي سخت درېځو ډلو په تندروۍ کې زياتوالی راغلی او سږ کال دوه بهرنيان او څلور سېکولر ليکوالان او کتاب خپرونکي وژل شوي دي.

په ډهاکه کې د حکومتدارۍ د مطالعاتو مرکز مشر عطاوالرحمن رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د دانشورانو، اپوزيشن او عادي خلکو ويره به نوره هم زياته شي.

اژانس وايي، د تېرې چارشنبې په ورځ عدالت د دواړو تورونو کسانو درخواستونه رد کړل نو تر دې څو ساعته مخکې يو اټالوی پادري او ډاکټر په بريد کې زخميان کړل شو.

جنګي جرمونو په اړه د رواني عدالتي کاروايي پر مهال د عدالت بهر امنيتتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو. فايل فوټو
جنګي جرمونو په اړه د رواني عدالتي کاروايي پر مهال د عدالت بهر امنيتتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو. فايل فوټو

اسلامي دولت وسله والې ډلې ددې ذمه واري و منله خو حکومت يې تور پر سياسي مخاليفونو پوري کړ.

رويټرز اژانس وايي، په ډهاکه ښار کې ترېنګلتيا زياته شوې او بهرنيان په لارو کوڅو کې له ګرزېدو ډډه کوي.

ددې ترڅنګ تېره اونۍ په ډهاکه کې ادبي مېله وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG