د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د کډوالو غلا شوې غله او غله ونیول شول


د پېښور ضلعي انتظاميې چارواکي وايي،پرون »نهې ورځ» يې له ښار سره نيژدې پر ځينو ګودامونو چاپې وهلې او د کډوالو لپاره هغه ۴۰۰۰ کيلوګرامه غله «خوراکي توکي» يې نيولي چې د پلورولو لپاره هلته ايښودل شوې وه.

انتظاميې وياند فيروز شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې په پرونيوو چاپو کې يې درې تنه نيولي او پنځلس ګودامونه يې تړلي دي.

ياده دي وي چې د قبايلي سيمو بې کوره کړل شوي خلک بیا بیا د مرستو کمي شکايت کوي او د دې لپاره يې څو ځلې مظاهرې هم کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG