د پاکستان پوځ وايي، په میاوالي کې د هوايي ځواک اېف ټي اووه الوتکې پرېوتو په پېښه کې یوه پیلوټه وژل شوې ده.
د پوځ په بیان کې راغلي، الوتکې نن(سېشنبه) روزنیز پرواز کاوه چې د تخنیکي ستونزې له کبله د پېښې ښکار شوه.
بیان وايي، په الوتکه کې یوه پیلوټه مریم مختار وژل شوې او بل پیلوټ ثاقب عباسي ژوبل شوی دی.
بیان زیاتوي، دا د هغه هېواد لومړۍ پیلوټه ده چې د الوتکې لوېدو په پېښه کې مړه شوې.