د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ناټو ۲۱ غړو هېوادونو د ماموریت دوام ګټور وباله


د دفاع وزارت وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ۲۱ غړو هېوادونو له خوا د ماموریت دوام یو پر ځای او ګټور اقدام دی.

د دفاع وزات ویاند دولت وزیري نن(سېشنبه) له مشال راډیوسره خبرو کې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ سره مبارزه نړېوالي همکارې ته اړتیا لري او نوموړي ترهګرۍ د ټولې نړۍ امنیت ته یو ګواښ وباله.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو غړو ۲۱ هېوادونو چې د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې افغان سرتېروته د روزنې،مشورې ورکولو او مرستې رسولو په برخه کې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي په افغانستان کې د ۲۰۱۶ مېلادې کال تر پایه خپل ماموریت تمدید کړ.

یادو هېوادونو دغه پرېکړهد دوشنبې پر ورځ په برلین کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان هم په کې حاضر وو اعلان کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG