د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان ــــ پاکستان اقتصادي همکاري به ښه پایلې ولري"


"د افغانستان ــــ پاکستان اقتصادي همکاري به ښه پایلې ولري"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

په اسلام اباد کې د دواړو ملکونو د ګډ اقتصادي كميسون لسمه غونډه وشوه چې پكې د پاكستاني پلاوي مشري د خزانې وفاقی وزیر سېنېټر اسحاق ډار او د افغانستان د دیرش (۳۰) رکني پلاوي مشري د خزانې وزیر اکلیل حکیمي کوله. وفاقي وزیر سېنېټر اسحاق ډار وویل «دواړو ملکونو په دې خبره اتفاق وکړو چې د کال ۲۰۱۷ تر پایه به دوه اړخيزه تجارت حجم پنځه (۵) اربه ډالرو ته رسوي» خبري غونډې ته د افغانستان خزانې وزیر اکلیل حکیمي وویل، «د پاکستان ــ افغانستان ګډ اقتصادي کمیشن په تېرو غونډو کې پر شویو پرېکړو ګام اخیستنه ځنډنۍ شوې ده خو اوس دواړه غاړې پر دې سلا شوې دي چې متعلقه وزارتونه به په میاشت کې یو ځل د ویډیو کنفرانس له لارې له یو بل سره خبرې کوي او دا به یقیني کوي چې په کومو خبرو دوی سلا شوي ول چې پر هغو په صحیح توګه عملدرآمد روان دی او که نه او زه پرامیده یم چې انشاءالله ډېر ژر به د دې ښه نتیجې راووځي»

XS
SM
MD
LG