د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، پاکستان او هند زلزلې لړزولي


د امریکا جیولوژیکي سروې اداره وايي، د پنځه اعشاریه نهه درجې زلزلې د افغانستان، هند او پاکستان ځينې سیمې لړزولې دي.

دا اداره وايي، د زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د ځمکې په څه باندې نوي کیلومیټره ژور تل و.

د راپورونو له مخې دې زلزلې د افغانستان له شماله نیولې تر کابله او همداراز د پاکستان د شمال او د هند پلازمینې سیمې ولړزولې خو د سرمال زیان په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

په تېره اکتوبر میاشت کې یوې سختې زلزلې چې د رېکټر په پیمانه اووه نیمې درجې وه په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا څلور سوه کسان ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG