د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان ځواکونو سرښندنې ستایو'


د امريکا کانګرس يوه پلاوي له افغان ولسمشر سره د ترهه ګرۍ – ضد مبارزې پر همکارۍ او د افغان ځواکونو د پياوړتيا پر مسئله خبرې کړې دي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي، محمد اشرف غني په دې کتنه چې پرون «یکشنبه» مازيګر په ارګ کې وشوه، وويل: د ترهه ګرۍ ګواښ او ګډې لېوالتياوې دواړه هېوادونه سره نژدې کوي او دا اړتيا رامنځ ته کوي، چې د ستونزو هواري لپاره په شریکه کار وشي.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه پلاوي د ترهه ګرۍ – ضد مبارزې لپاره د افغان ځواکونو وړتيا ستايلې ده او د هغوی سرښندنو مننه يې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG