د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې دوه ټرېفک پولیس وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په چارسده کې نامالومه وسله والو د ټرېفک دوه پولیس وژلي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي چې دا دوه پولیس بېګا د چارسدې په بازار کې وژل شوي دي.

دی وايي ، پولیس پر ډیوټي ولاړ وو چې نامالومو وسله والو پر ډزې وکړې او پر هغه ځای یې ووژل.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG